محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان ولایت کې سېلاب‌ځپلې سیمې له نېږدې وکتلې

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۲۰
WhatsApp Image 2024-05-13 at 13.35.17_4a228a7c

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه له غرمې مخکې د دغه ولایت له مرکز څخه سېلاب‌ځپلو سیمو ته سفر وکړ او هلته یې زیانمنې شوې سیمې له نېږدې وکتلې. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د بغلان ولایت مرکز ته له رسېدو سره سم د یاد ولایت مسوولینو او ټاکل شویو کاري کمېټو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.  محترم ملا صاحب زیاته کړه، هغه ولسوالۍ چې موږ له نېږدې وکتلې د زیان کچه یې لوړه ده، په کار ده چې د خوراکي توکو، درملو او بې‌ځایه شویو هېوادوالو لپاره د سرپناه برابرولو په برخه کې یادې ادارې خپلې هڅې ګړندۍ او سېلاب‌ځپلو سیمو ته د مرستو بهیر چټک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS