محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د برکې او نهرین ولسوالیو له سېلاب‌ځپلو سره وکتل

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۵۲
WhatsApp Image 2024-05-18 at 10.31.28_562707bf

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۷مه نېټه د برکې او نهرین ولسوالیو له سیلاب‌ځپلو سره په برکه ولسوالي کې وکتل. د دغه لیدنې پر مهال د افغان سرې میاشتې ټولنې مرستیال الحاج ملا نور الدين ترابي او یوشمېر نورو مسوولینو هم حضور درلود.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د شهیدانو دقیق ارقام د سروې ټیمونو له لوري راټول او د هر شهید کورنۍ ته نقدي، خوراکي توکي او البسه توزیع او همدا راز د ټپیانو درملنه شوې ده. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د سروې ټیمونو د تخریب شوو کورونو، کرنیزو ځمکو، اوبو کانالونو، کاریزونو او همدا راز تلف شوو څارویو سروې پيل کړې، چې له بشپړېدو وروسته به په یادو برخو کې د اسلامي امارت له لوري له زیانمنو کورنیو سره هراړخیزې مرستې وشي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې پر بغلان سربېره په نورو ولایتونو کې هم سېلاب‌ځپلو ته نقدي او د خوراکي توکو مرستې لېږل شوې دي. د غونډې په پای کې د برکې او نهرین ولسوالیو سېلاب‌ځپلو له اسلامي امارت مننه وکړه، چې په وخت یې دوی ته د نجات ټیمونه ولېږل او په سېلاب کې بند پاتې هېوادوال یې وژغورل. همداراز د یادو ولسوالیو اوسېدونکو خپلې ستونزې او غوښتنې په لیکلې بڼه د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې او هغه یې د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS