محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ملګرو ملتونو د ادارو له مسوولینو سره وکتل

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۱۰
WhatsApp Image 2024-05-18 at 10.38.49_4a5d3010

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ثور مياشتې په ۲۸مه نېټه د بغلان ولايت په مقام کې په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره وکتل. د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال په بغلان کې د وروستيو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو کچه زياته وبلله او د دغو ادارو له استازو څخه يې وغوښتل، څو له اسلامي امارت سره په همغږۍ د بغلان له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو ترڅنګ په پراختیایي برخو کې خپلې مرستې زياتې او چټکې کړي. د محترم ملا صاحب په خبره، د وروستيو سېلابونو له امله د بغلان ولايت په ځينو ولسواليو کې د خلکو پر هستوګنيزو کورونو سربېره، ۱۹روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه، لسګونه د اوبو لوی او کوچني کانالونه او همدا راز ۶۰ کيلومتره سړک تخريب شوي، چې اساسي بيارغونې او پاک کارۍ ته اړتيا لري. په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو د ادارو استازو د بغلان له سېلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ته يې پر بشري مرستو سربېره په پراختیایي برخو کې هم د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړ. دوى پر وخت د پېښو سيمو ته د اسلامي امارت د ژغورونکو ټيمونو له رسېدو ستاينه وکړه، چې په سيلاب کې بند پاتې کسان يې وژغورل. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو نړيوالو مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې په دغه سخت وضعيت کې دې د سېلاب ځپلو افغانانو لاس نیوی وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS