له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق پرانیست‌غونډې ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ سَلامٌ عَلى‌ عِبادِهِ الَّذِينَ اصْطَفى‌ اما بعد

قال رسول الله صلی الله علیه و سلم: التاجر الصدوق الامین مع النبیین والصدیقین والشهداء والصالحین

امارتي مسوولینو، د خصوصي سکټور استازیو، سوداګرو، صنعتکارانو، پانګوالو او د غونډې ګډونوالو؛

 السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

د افغانستان اسلامي امارت ثابته کړې چې د سوداګرو او پانګوالو په ټوله کې د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې عملي ګامونه پورته کړي دي. اسلامي امارت له خصوصي سکټور څخه ملاتړ، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې د زمینې برابرول او د کورني صنعت پرمختګ ته لومړیتوب ورکول خپل مکلفیت ګڼي.

په همدې هدف د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري مالیاتي جریمې معاف سوې، پر اصنافو او کسبګرو باندي ثابتي مالیې معاف او همداراز تخفیف ورکړل سو او د شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو ورکول پیل سول چې د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره مهم ګامونه دي.

دغه راز اسلامي امارت د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې، چې هغه په کور دننه تولیدېږي او د خلکو اړتیاوې پوره کولی سي.

د دې تر څنګ ټولو امارتي ادارو ته هدایت سوی دی، چې د خصوصي سکټور د ودې په موخه دې په خپلو خریداریو او تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو او محصولاتو په پرتله څه نا څه ټیټ وي.

د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره سوې ده او همدا اوس مهال د برېښنا، کانونو، زراعت، صنعت، ترانسپورټ، زېربناوو، مخابراتو، روغتیا او د پاسپورټونو او تذکرو د چاپ ترڅنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې کورني پانګوال او هغه بهرني هېوادونه د سرمایه ګزارۍ لپاره مراجعه کوي چې پخوا یې افغانستان ته زړه نه ښه کاوه.

اسلامي امارت د تل پاتې اقتصادي ودې، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو، د خصوصي سکټور څخه د بشپړ ملاتړ او د قانونې کړنو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او دغه راز د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او له هغه څخه د ملاتړ په موخه اساسي ګامونه اخلي، چې ښه بېلګه یې د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق دی چې نن یې موږ او تاسې د پرانیستنې په غونډه کې سره را ټول یو.

د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق هدف د پروژو د پلي کېدو لپاره د ډاډمنې مالي سرچینې پیدا کول، د کورنیو تولیداتو معیاري کولو اړوند پروګرامونو مالي ملاتړ، د ملي او نړېوالو نندراتونونو په جوړولو کې همکاري، د صادراتو لپاره د ځانګړو مرکزونو جوړول، د خصوصي سکټور د ملي او مؤثرو پروګرامونو او د خصوصي سکټور د نورو برخو مالي ملاتړ دی.

د دغه صندوق په جوړېدو سره به له یوه لوري د خصوصي سکټور د ملاتړ ترڅنګ، د سوداګرۍ، ترانزیټ، صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې او پرمختګ بهیر ګړندی سي او له بل لوري به د بې‌کارۍ کچه راټیټه او هېوادوالو ته به مو کاري فرصتونه برابر سي.

په پای کې د خصوصي سکټور پر استازو غږ کوو، چې خپل فعالیتونه لا ګړندي او په ښه کیفیت یې ترسره کړي تر څو مو هېوادوال د ژوند له معیاري اسانتیاوو څخه برخمن سي.

 

وآخر دعوانا أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعالَمِين.