د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت ته سفر وکړ
![WhatsApp Image 2024-06-13 at 18.13.11_114da02c](/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-13_at_18.13.11_114da02c.jpg)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۴مه نېټه په غور ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو سره د نورو مرستو ترسره کېدو په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو سره وکتل او هغوى ته يې د وروستیو سېلابونو له امله د رسېدلو زیانونو له امله د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دغه ولایت مسوولینو ته د کارونو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې په ډېر صداقت او رښتينولۍ سره د خپلو زیانمنو هېوادوالو خدمت وکړي. په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، که د هېواد په هر ګوټ کې هېوادوال په مشکل کې وي، د اسلامي امارت مسوولین مکلف دي، چې د دوی حال واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.