د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د معیاري انتظارخونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۵:۳۹
WhatsApp Image 2024-07-25 at 11.48.36_00b394be

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د معیاري انتظارخونې د بنسټ ډبره کېښوده. په دغو مراسمو کې د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف، د خصوصي سکټور استازو او د کابل نړیوال هوايي ډګر مسوولینو هم حضور درلود.  پر دغه انتظارخونه د خصوصي سکټور له لوري ۲۹۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي، چې په ۱۸ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه انتظارخونه د ۱۵۰ کسانو ظرفیت لري او د مسافرو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي. د یادونې وړ ده چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په هېواد کې د معیاري ترانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د شاوخوا ۳.۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۴۳ بنسټیزې پروژې په پلان کې لري، چې په پلي کېدو سره به یې د ترانسپورټ په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS