د افغانستان – ازبیکستان سوداګریز فورم پرانیستل شو

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۷ - ۸:۴۴
WhatsApp Image 2024-08-20 at 08.18.26_32df84ac

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ازبیکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اف له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه د افغانستان – ازبیکستان سوداګریز فورم چې د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شوی دی، پرانیستل شو. د یاد سوداګریز فورم د پرانیستې پر مهال د دواړو هېوادونو مسوولینو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود. د یادونې وړ ده چې په دغه سوداګریز فورم کې د ازبیکستان تولید بېلابېل موټر، د اور وژنې اطفائیې، ټراکټورونه، ملي بسونه او مختلف صنعتي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي چې درې ورځې به دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS