ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۷:۱۵
5U2A5757

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۳۱ پروژو قراردادونه منظور او د ۷ هغو تعدیل کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۴۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۳۱ پروژو قراردادونه منظور، د ۷ تعدیل، د یوې لغوه او د یوې پروژې د قرارداد د قېمت په اړه اړوند ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له قراردادي شرکت سره بیاځلې مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې په بادغیس ولایت کې د آبګردان ذخیروي بند د پاتې چارو بشپړول، د نغلو برېښنا د تولیدي فابریکې د یو توربین بیارغونه، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا اړوند وسایلو چمتو کول، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول، د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې د خدماتو وړاندې کول، د بادغیس ولایت په قلعه نو ښار کې د اوبو رسولو لویې شبکې بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د. . .

BACK TO NEWS