د ازبیکستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تازه میوو ترانزیټ ته ځغلنده کتنه

pic2

 

 

د ازبیکستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تازه میوو ترانزیټ ته ځغلنده کتنه

 

لیکوال: امان‌الله حنیفي

سریزه

د کالیو ترانزیټ د هېواد په اقتصاد او همدارنګه نړیوال تجارت کې یو له مهمو او اصلي مواردو څخه دی. یوشمېر هېوادونه د خپل جغرافیوي موقعیت او پرېمانه طبیعي سرچینو له مخې په زیاته اندازه د کالیو او محصولاتو تولید لري. کله چې د تولید دغه کچه د هغوی تر اړتیا زیاته شي، نو ضرورت دی چې بهر ته یې صادر کړي څو د هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي. بل پلو بیا یوشمېر هېوادونه د ځینو محصولاتو په تولید نه توانېږي، له همدې وجې اړ دي چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره له نورو هېوادونو واردات وکړي. په همدې منځ کې بیا یوشمېر داسې هېوادونه هم شته چې د خپل ځانګړي ستراتیژیک موقعیت له مخې چې لري یې، یوازې د کالیو او محصولاتو د لېږد رالېږد په هدف ترې د یو ترانزیټي مسیر په توګه استفاده کېږي. دوی دې همدغه موقعیت له مخې د ترانزیټ شوو محصولاتو پر سر فیس اخلي او په خپله خاوره کې د هغوی د لېږد رالېږد لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پر یوشمېر نورو برخو سربېره د تازه میوو په برخه کې ډېر محصول لري او اړتیا ده چې دغه تازه راټولې شوې میوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې کړي. د افغانستان تازه میوې د خوند او کیفیت له پلوه په نړۍ کې ښه نوم لري او ډېر هېوادونه یې رانیولو ته لېوالتیا لري.

تازه ازبیکستان ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سفر پر مهال د ازبیکستان حکومت چمتووالی وښود، چې دغه هېواد له خپلې خاورې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د ترانزیټ په برخه کې د هر ډول اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره اماده دی. له شک پرته دا چاره به د دواړو هېوادونو پر اقتصادي ودې، ګډې سوداګرۍ او ترانزیټي اړیکو خورا مثبت اغېز ولري، چې موږ دلته ورته لنډه اشاره کوو.

 

د کابل او تاشکند سوداګریزې اړیکې

د افغانستان اسلامي امارت او ازبیکستان د تېرو درېیو کلونو پر مهال پر پراخ سیاسي تعامل سربېره د سوداګرۍ په برخه کې هم ډېر پرمختګ کړی، چې اوسمهال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته رسېږي. د سوداګرۍ کچې د زیاتوالي په موخه لا هم د دواړو هېوادونو له لوري ګډې هڅې دوام لري چې له مخې به یې په نږدې راتلونکي کې تر درېیو او ان پنځو میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.

دې موخې ته د رسېدو لپاره په دې وروستیو کې د ازبیکستان لومړي وزیر کابل ته سفر کړی و او دلته یې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره د لیدنې پر مهال وویل، تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د پراخ سوداګریز تعامل د رامنځته کولو په موخه د حیرتان بندر ۲۴ ساعته کړي، په دغه مرکز کې د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه لوی لوجیستیکي مرکز رامنځته کړي، په ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې پرته له ویزې او مالیاتو افغان سوداګرو ته هر ځل د ۱۵ ورځو لپاره د وړیا ګډون اجازه ورکړي، پر دې سربېره د هرات – کندهار  - سپين بولدک او همدا راز تر کابل پورې د ترمذ – حیرتان – مزارشریف اوسپنې شبکو په غځولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

ازبیک لوري دا هم وویل، تاشکند چمتو دی چې په افغانستان کې د مسو، اوسپنې، نفت او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي او پر دې سربېره د سیمنټو د تولید او کیمیاوې سرې فابریکې هم جوړه کړي. افغانستان ته د قرارداد مطابق د برېښنا ورکولو او د سرخان – پلخمري ۵۰۰ کیلوولټ پروژې د پاتې چارو بشپړولو په برخه کې یې هم ژمنه وکړه. دوی همدا راز لېوالتیا وښوده چې چمتو دي څو د کرنې، اوبولګولو سیسټمونو او مالدارۍ په برخه کې هم له افغانستان سره ګډ کار وکړي.

پر دې ژمنو سربېره اوسمهال د امنیت په تأمین او د دواړو هېوادونو د ګډو همکاریو په پایله کې افغانستان د نفت، ګازو او برېښنا په برخه کې خپلې ډېرې اړتیاووې له ازبیکستان څخه پوره کوي. ازبیکستان چې د انرژۍ د تولید له پلوه د مرکزي اسیا یو مهم هېواد دی، په کم وخت، لږ لګښت او خوندي ډول افغانستان ته د پخوا په پرتله ډېر صادرات کوي، چې دې چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پر زیاتوالي مثبت اغېز کړی دی.

ازبیکستان د ترمذ – حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته غنم، اوړه، غوړي، برېښنایي وسایل، کرنیز ماشین آلات، ساختماني وسایل او یوشمېر نور توکي صادروي. د سوداګریز حجم زیاتېدو په موخه ازبیکستان پر یوشمېر افغاني توکو لګول شوې مالیې معاف او کمې کړې دي او دواړه هېوادونه لېوالتیا لري، چې په دغه برخه کې خپلو دوه اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

دې ټولو  موضوعاتوته په کتو سره ویلی شو چې کابل او تاشکند د پراخ سوداګریز تعامل په لوري ګړندي ګامونه اخلي او دا هغه چاره ده چې د دواړو هېوادونو اقتصاد ورسره وده کولی شي.

 

د کابل او تاشکند ترانزیټي اړیکې

افغانستان او ازبیکستان اوسمهال خورا ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري. دواړه هېوادونه کوښښ کوي چې په افغانستان کې له راغلي دې فرصت څخه په استفادې سره پر ګډو سوداګریزو اړیکو سربېره ترانزیټي اړیکې هم پياوړې او پراخې کړي. په همدې موخه ازبیکستان ته د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال د سفر پر مهال د دغه هېواد لومړي وزیر وویل، تاشکند چمتو دی چې له خپلې خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د ترانزیټ په برخه کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ازبیکستان له لوري د افغانستان د تازه میوو د ترانزیټ په برخه کې دا چمتووالی د کابل لپاره ډېر ښه زیری او فرصت دی، چې باید ترې اعظمي استفاده وکړي. افغانستان د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال د شاوخوا دوه میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، چې ډېره برخه یې تازه او وچو میوو جوړوله، په داسې حال کې چې د تازه میوو د موسم په وخت کې په مختلفو بهانو د پاکستاني لوري لخوا د تورخم او سپين بولدک دروازې تړل شوې وې. که دغه دروازې نه وای تړل شوې، لرې نه وه چې د صادراتو کچه به تر درېیو میلیاردو ډالرو پورې رسېدلې وی.

خو اوس چې ازبیکستان د افغانستان د تازه میوو د ترانزیټ په برخه کې چمتووالی ښودلی، له شک پرته چې له دې سره به د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راشي، افغانستان به وتوانېږي چې د ازبیکستان له خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي او ان کولای شي د ترکیې او اروپا بازارونو ته هم خپل توکي انتقال کړي. د نورو هېوادونو په پرتله د ازبیکستان له خاورې د افغانستان د تازه میوو ترانزیټ د یوشمېر دلایلو پر اساس اسانه دی چې ځینو ته یې موږ دلته اشاره کوو:

  • د ترانزیټ لپاره تر ټولو مهم شرط امنیت دی، ازبیکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو له ډلې هغه هېواد دی چې په ټوله خاوره کې یې پوره امنیت تأمین دی. د دغه ښه امنیت په شتون کې به د افغانستان تازه میوې پرته له کومې امنیتي اندېښنې منځنۍ اسیا(تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او همدا راز د روسیې یوشمېر برخې شاملې دي) او له هغه ځایه د نړۍ نورو هېوادونو ته ورسېږي.
  • ازبیکستان د منځنۍ اسیا له ډېری هېوادونو سره ګډې پولې او نږدې لارې لري، افغانستان کولی شي په ډېرو لنډو لارو خپلې تازه میوې یادو هېوادونو ته ورسوي. له دې وړاندې به چې د افغانستان تازه میوې د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې هند، چین او د نړۍ نورو هېوادونو ته ترانزیټ کېدلې، هم یې په پاکستان کې د لارو امنیت خوندي نه و او هم دغه لاره ډېره اوږده وه چې په څو اوونیو کې به پر میوو بار موټرونه خپل اصلي ځای ته نه رسېدل.
  • افغانستان اوسمهال له ازبیکستان سره په سرحد کې د حیرتان بندر لري، دغه بندر د افغانستان یو له مهمو بندرونو څخه دی چې په ورځني ډول پر سلګونه ټنه انتقالات ترسره کېږي. اړتیا نشته چې د تازه میوو د ترانزیټ لپاره دې بل بندر جوړ او هلته دې زیات مصارف وشي.
  • د افغانستان اسلامي امارت او ازبیکستان دولت ترمنځ په دې اړه پوره همغږي موجوده ده. دغه همغږي به په ښه ډول د ترانزیټي چارو د ترسره کېدو په برخه کې فوق‌العاده مرسته وکړي.
  • د دغو میوو د ترانزیټ لپاره ترانسپورټي لارې جوړې دي. په دغه برخه کې تر ټولو مهمه لار د ترمذ – حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ شبکه ده، چې په ورځني ډول پر سلګونه ټنه انتقالات ترسره کېږي. د دغه شبکې په شتون کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ترانزیټ ډېر اسانه دی.

 

د افغانستان لپاره د دغه ترانزیټ ارزښت

  • ازبیکستان به د افغانستان له تازه میوو څخه د نورو هېوادونو په پرتله کم ترانزیټي فیس واخلي. دا چاره به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي چې په اسانه ډول انتقالات وکړي.
  • د دغه ترانزیټ پر مهال به زیات شمېر کسان او همدا راز په زرګونو ترانسپورټي وسایط د بار او تخلیې، د صحي خدماتو وړاندې کولو، د ویزو او پاسپورټونو د توزیع، د ګمرکي پروسو د طی مراحل او همداراز په مختلفو برخو کې د خدماتو وړاندې کولو په موخه پر کار مصروف شي. دا به په هېواد کې د بې‌کارۍ کچې په راکمولو کې مرسته وکړي او د خلکو ورځنۍ ګټه وټه به زیاته شي.
  • د افغانستان د بڼوالۍ او پالیزونو اېښودلو برخه به وده وکړي، بزګران به د تازه میوو تولید او کیفیت ته توجه زیاته کړي، دغه سکټور به له دودیز حالت څخه میکانیزه یا پرمختللې بڼې ته تغییر وکړي.
  • د تازه میوو د پروسس، بسته بندۍ او سړخونو جوړولو په برخه کې به پانګونه جلب شي. دا چاره به د تازه میوو د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
  • د بڼونو په زیاتېدو سره به تر ډېره چاپېریال خوندي شي. دا چاره به د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته د ورپېښو خطراتو په راکمولو کې مثبت رول ولوبوي.
  • د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادراتو پر مهال به له یادو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شي، له هغوی سره به د اړیکو جوړولو نوی فصل پيل شي او د ګډو ګټو ترلاسه کولو لپاره د ګډو همکاریو رامنځته کولو فرصت هم برابر کړي.
  • یادو هېوادونو ته د تازه میوو د صادراتو پر مهال به له هغه لوري افغان سوداګر هغه توکي او وسایل وپېري چې هغه ته افغانستان اړتیا لري. دغه توکي به په ارزانه بیه او کم وخت کې افغانستان ته را انتقال کړي چې بیا به یې عام خلک د اخیستلو توان ولري. افغانستان تر ډېره پورې د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه غنم، اوړه، غوړ، وریجې، برېښنایي وسایل، کرنیز ماشین آلات، ساختماني وسایل او یوشمېر نور توکي واردوي.
  • په دې سره به د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ په سیمه کې امنیتي وضعیت لا بهبود پيدا کړي. ځکه هېڅ هېواد به نه غواړي چې د خپلو ګټو ترلاسه کولو په موخه دې په سیمه کې امنیتي وضعیت خراب شي.
  • له دې سره به د سیمې سوداګرۍ توجه افغانستان او د افغانستان محصولاتو ته راواوړي. نور هېوادونه به هم لېوالتیا پيدا کړي چې د افغانستان تازه میوې واخلي.
  • په دې سره به د افغانستان او ازبیکستان کلتوري اړیکې لا وغوړېږي. د کلتوري اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګډو همکاریو کې مهم رول ادا کولی شي.
  • او پر دې ټولو سربېره په افغانستان په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه سیاسي او اقتصادي اعتبار خپل کړي.

 

پایله

د افغانستان او ازبیکستان اوسنیو اړیکو ته په کتو سره ویلی شو چې دواړه هېوادونه اوسمهال د یو نوي سوداګریز او ترانزیټي فصل پيلېدو ته د داخلېدو په حال کې دي. د دغه فصل د پيل لپاره به د ازبیکستان له لارې منځنۍ اسیا ته د افغانستان د تازه میوو ترانزیټ لا ښه زمینه برابره کړي.

منځنۍ اسیا ته د افغانستان د تازه میوو په ترانزیټ سره به د کابل او تاشکند سیاسي او اقتصادي اړیکې لا وغوړېږي. له منځنۍ اسیا سره به هم د افغانستان اړیکې پراخې شي، په افغانستان کې به د بڼوالۍ سکټور وده وکړي، د تازه میوو په صادراتو کې به زیاتوالی راشي، د دغه مسیر په فعالیدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، افغانستان به په سیمه او نړۍ کې خپل سیاسي او اقتصادي باور ترلاسه کړي، کابل به په یو وخت کې له څو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ولري، له یادو هېوادونو به په کم وخت او لږ لګښت سره واردات ولري او په ټوله کې به دا چاره د افغانستان پر سوداګرۍ او ترانزیټ مثبت اغېز وکړي.