د هېواد کرنیز اوبهخور په سمون کې د اسلامي امارت هڅو ته کتنه
د هېواد کرنیز اوبهخور په سمون کې د اسلامي امارت هڅو ته کتنه
لیکوال: نجیب الله مایار
مقدمه
اوبه د یوه هېواد په پرمختګ او انسانانو د ژوند په ټولو اړخونو کې خورا مهم رول لوبوي. افغانستان که څه هم چې د اوبو پرېمانه سرچینې لري، خو په تېرو لسیزو کې د اوبو د مدیریت د نشتوالي له امله ډېرې دا اوبه یا ضایع شوې او یا هم بهر ته وتلې دي. د پیاوړیو حکومتونو د نشتوالي له امله د اوبو د مدیریت په برخه کې نه یوازې پلانونه نه دي عملي شوي، بلکې په ډېرو سیمو کې سیندونو په خپله شا او خوا کې هم ځمکو ته اوبه نه دي ورکړې.
د افغانستان په لویو ښارونو کې هم خلک د څښاک اوبو په برخه کې ستونزې لري او حتی ډېرو یې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ژورې څاګانې کیندلې دي. په ښارونو کې د خلکو ورځ تربلې ډېرېدونکي نفوس ته په پام سره به لیرې نه وي چې خلک د اوبو د ترلاسه کولو دا لاره هم له لاسه ورکړي او خلک د اوبو د نشتوالي له بحران سره مخ شي.
د څښاک پر اوبو سربېره افغانستان هرکال د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت له پاکستان، هند او قزاقستان څخه غنم، اوړه، وریژې او نور خوراکي توکي واردوي،په داسې حال کې چې په کور د ننه هم اوبه شته او هم د دغه توکو د کر له پاره مناسب اقلیم، خو دا چې د اوبو د مهارولو په موخه کار نه دی شوی او خپلې اوبه نه دي مدیریت شوې، نه د څښاک له پاره کافي اوبه شته او نه هم د کرکیلې لپاره.
د اسلامي امارت په راتګ سره د اوبو د مدیریت برخې ته پاملرنه شوې او له هغه را وروسته چې د هېواد بشپړ کنترول یې په لاس کې اخیستی دی د اوبو د مدیریت ګڼې پروژې یې پيل کړې دي.
په دې سره د هېوادوالو هیلې هم را پیدا شوې چې ګنې اسلامي امارت به وکولای شي د هېواد مست سیندونه را وګرځوي او د هېوادوالو د څښاک او کرکیلې په برخه کې یې د کارولو جوګه کړي.
د څو لسیزو جګړو او کمزورو حکومتونو له امله ویل کیږي تراوسه هم په افغانستان کې داسې کومه علمي سروې او یا څېړنه نه ده شوې چې وښیي په دغه هېواد کې اوبه څومره برېښنا تولیدوالی شي او یا یې اوبه د مدیریت په صورت کې څومره ځمکه خړوبولای شي.
خو بیا هم په مجموعي ډول د انرژۍ کارپوهان پر دې موافق دي، چې په افغانستان کې له اوبو څخه نیژدې ۲۳ زره مېګاواټه د برېښنا توليدولو وړتیاوې شته او د دې ترڅنګ د اوبو په مدیریت سره کېدای شي چې له ۱۵میلیون جریبه زیاتې شاړې ځمکې خړوبې شي.
د اوبو د مدیریت د دغه اساسي پروژو له ډلې د ځینو یې کارونه نیمګړي پاتې و او اوس یې اسلامي امارت بشپړوي او ځینې یې هم له سره پیل کړې دي. دلته به یو شمېر هغه پروژې یادې کړو چې د اوبو د مدیریت په موخه یې کارونه پیل کړي دي.
۱: د قوش تېپې کانال
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغي برادر اخوند له خوا د ۱۴۰۲ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۹مه نېټه د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د ګټې اخیستنې او د دوهم فاز د چارو د پيل پرانیسته وشوه.
د قوش تیپې کانال د افغانستان په شمال کې د اوبو د مدیریت ترټولو لویه او ګټوره پروژه بلل کیږي. دا کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د بلخ له کلدار ولسوالۍ چې د آمو سیند پر سر پرته ده، پیلیږي د دولت آباد ولسوالۍ ته تر رسېدو وروسته د جوزجان آقچې ولسوالۍ او وروسته د فاریاب تر اندخوی ولسوالۍ پورې رسېږي. د دغې پروژې له پاره ټول ټال ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه په پام کې نیول شوې ده.
۲- د سلطان ابراهیم بند
په شمال کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د هڅو په لړ کې بله مهمه پروژه د سلطان ابراهیم بند دی. دا بند د سرپل ولایت د اوسیدونکو د غوښتنې له مخې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په هغه غونډه کې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري په ۷مه جوړه شوې وه، د دغه بند د جوړېدو په عملي تګلارو بحث وشو. په غونډه کې تربحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ یوې بین الوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د دغه بند د تخنیکي مطالعې، سروې او ډيزاین په اړه جامع طرحه جوړه او د وروستي تصمیم په اړه یې اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي. وروسته اقتصادي کمیسیون پرېکړه وکړه چې د دغه بند جوړولو کار د ملي پرمختیا شرکت ته وسپاري.
دا بند چې د موسمي اوبو د زېرمه کولو په موخه جوړیږي د سرپل د مرکز په ۳۰ کیلومترۍ کې جوړیږي چې ورڅېرمه سیمو خلکو ته به د څښاک اوبه هم برابرې او د زرګونه هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري. د سلطان ابراهیم بند اوبه د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ له دنګو غرونو سرچینه اخلي.
د دغه بند په جوړولو کې به د درېیو کلونو له پاره زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د سرپل اوسیدونکي وایي د دغه بند په جوړېدو سره به د خلکو اقتصادي ژوند کې ښه والی راشي، ځکه چې د ډېری ځمکو په جوړېدو به هلته د کرنیزو توکو ترڅنګ په مالدارۍ او نورو برخو کې هم د پانګونې ظرفیتونه رامنځ ته شي. په دې سره به هلته د ځمکې لاندې اوبو زېرمه هم لوړه او د ژورو څاګانو د کیندلو مخه به ونیول شي. د سرپل اوسیدونکي وایي د هرې ورځې په تېرېدو د سیند په اوبو کې کموالی راځي او خلک د خپلې اړتیا د پوره کولو په موخه ژورې څاګانې کیني چې بزګرانو ته کرنیز محصولات په لوړه بیه تمامیږی.
د اسلامي امارت له دې هوډ څخه د سرپل ولایت اوسیدونکي ډېر خوښ دي او وایي چې له تېرو شلو کلونو را په دې خوا یې د دغه بند د عملي جوړولو غوښتنه کوله، خو په اړه یې عملي اقدام ونشو، خو اسلامي امارت د دوی دا غوښتنه ومنله او د بند د سروې او ډيزاین کارونه یې بشپړ شوي او ژر به یې عملي کار هم پيل شي.
د سلطان ابراهیم د بند په جوړېدو سره به د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي. د سرپل اوسیدونکي وایي د کال په نهو میاشتو کې د دغه سیند اوبه له ګټې پرته بهیږي، خو په اوړي کې بیا خلک د فصلونو د خړوبولو او څښاک اوبو د نشتوالي سره مخ وي. د سلطان ابراهیم د اوبو په بند کې به د دغې درې د « سوفک» او « قلعه شهر» سیندونو اوبه زېرمه کیږي چې د دواړو یې د کوهستانات ولسوالۍ له غرنیو سیمو سرچینه اخلي.
۳ - شاه او عروس بند
د شاه او عروس بند د جوړولو کارونه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱لمریز کال کې پيل شول او ټاکل شوې وه چې د څلورو کلونو په موده کې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. خو د دې پروژې د فني ستونزو او بېلابېلو علتونو له وجې یې کارونه په ټاکلو څلورو کلونو کې بشپړ نه شول او اوسمهال ه د دغه بند د کارونو ډېره برخه بشپړه شوې. په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله دغه بند کارونه په ټپه ودرېدل او تر څه وخت وروسته د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو د دغه بند د وضعیت ارزونې او له نږدې د پاتې کارونو لیدو په موخه شکردرې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغه بند ارزښت او د کاري پرمختګ کچې ته په کتو یې پرېکړه وکړه چې پاتې کارونه یې باید بشپړ شي، څو د راتلونکي کال لپاره هم اوبه ذخیره کړي او هم د موسمي سیلابونو د مخنیوی او کنټرول وشي. د اوبو او انرژۍ وزارت د شاه او عروس بند د پاتې کارونو د پيلولو موضوع د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون ته راجع کړه، څو یې په اړه لازم تصمیم ونیول شي. د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د پاتې کارونو پر بشپړولو د اقتصادي کمېسیون په ۲۵ مه غونډه کې بحث وشو. د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د کانونو او پټرولیم وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت او همدارنګه د دغه بند قراردادي شرکت ته دنده وسپارله څو د شاه او عروس بند قراردادي شرکت د قرارداد اړوند ټول حقوقي اسناد له کانونو او پټرولیم وزارت سره د ساختماني موادو د رویالیټۍ په اړه د بحث په موخه شریک کړي او بیا یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د شاه او عروس بند د پاتې کارونو د بشپړولو په موخه په اقتصادي کمېسیون کې همدا راز پرېکړه وشوه، چې د افغانستان بانک مکلف دی څو د بند د چارو د تداوم په موخه قراردادي شرکت ته د پروژې د انوایس پاتې شوې برخه اجراء کړي. قراردادي شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت مکلف دي چې له مخکینیو ژمنو سره سم د دغو پيسو له ترلاسه کولو وروسته له ځنډ پرته اوبه مهار او د بند په کاسه کې زېرمه کړي.
د اقتصادي کمېسیون د دغې پرېکړې پر اساس به قراردادي شرکت د بند پاتې کارونو د ترسره کولو پلان له اقتصادي کمېسیون سره شریکوي او وروسته به اقتصادي کمېسیون د کار په بدل کې د پروژې د پاتې پیسو د ورکړې په اړه هم پرېکړه کوي. د شاه وعروس بند د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې موقعیت لري چې کولای شي ۹ میلیون متره مکعب اوبه زېرمه او ۱،۲ میګاواټه برېښنا تولید کړي.
د دغه بند دیوال ۷۷،۵ متره جګ او د سمندر له سطحې ۲۱۶۱ متره لوړوالی لري. د اړوندو ادارو د مالوماتو له مخې دا بند کولای شي ۲۷۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
د حکومتي سرچینو په وینا د دغه بند څلور میلیون متره مکعب اوبه به د کابل اوسیدونکو د څښاک او نورو اړتیاوو او پاتې پینځه میلیون متره مکعب به د کرنیزو ځمکو په خړوبولو او بریښنا په تولید کې وکارول شي. دا بند په کلني ډول د ۹ میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو او ۳۲ میلیون متره مکعب اوبو د تنظیم وړتیا لري.
د دغه بند ګټې هم ډېرې دي چې کولای شو د څو یې نوم واخلو: په کلني ډول کابل ښار ته د ۵ میلیون متره مکعب د څښاک اوبو برابرول، د موسمي سیلابونو کنترول، چینو او تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمې لوړول، د شکردرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د کار زمینې برابرول او نور دي.
۴ - د لغمان شاهي کانال
د لغمان شاهي کانال د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې موقعیت لري چې عملي کار یې د اوبو او انرژۍ وزارت او یو شمېر نورو امارتي مسوولینو په ګډون پرانیستل شو. د لغمان شاهي کانال د اقتصادي کمېسیون د هغه غونډې د پرېکړې په پایله کې جوړېږي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي د میاشتې په ۲۹ مه نېټه جوړه شوې وه او پرېکړه یې وکړه چې د اوبو او انرژۍ او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونه دې په ګډه د دغه کانال د پاتې کار تخنیکي مطالعه ترسره او کمېسیون ته دې راپور وړاندې کړي. د دې پروژې د تخنیکي څېړنو تر بشپړېدو وروسته اقتصادي کمیسیون پرېکړه وکړه چې دا پروژه دې د ۱۴۰۳ لمریز کال په پرمختیایي بودیجه کې شامله کړل شي. د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس د دغه کانال عملي چارې د روان لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۴مه نېټه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پیل شوې. دغه کانال چې ۷۰ کیلومټره اوږدوالی لري د جوړېدو چارې یې په دوو فازونو کې پلان شوې دي.
د لغمان شاهي کانال د هېواد په ختیځ کې د اوبو د مدیریت یوه مهمه پروژه بلل کېږي چې په دغه ولایت کې ۲۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبولای شي. د شاهي کانال د لومړي فاز د جوړولو چارې چې ۳۰ کیلومټره اوږدوالی لري په څلورو برخو«لاټونو»کې سرته رسېږي چې ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د دې پروژې د لومړي فاز لومړۍ برخه ۶.۶ کیلومټره اوږدوالی لري چې له دوو خصوصي شرکتونو سره یې د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شوی دی. د دغې پروژې په کاري بهیر کې به ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، دا کانال به په بشپړ ډول جوړېږي، خو اوس یې چې د لومړي فاز کار پیل شوی اته میلیون ډالره لګښت لري چې د اسلامي امارت له بودیجې ورکول کېږي. د مسوولینو په وینا، د دغه کانال په جوړېدو سره به د اوبهخور په سیستم کې سمون راشي او حتی تر سل زرو هکتارو پورې ځمکه به خړوبه کړي.
اسلامي امارت د لغمان مناسب اقلیم ته په پام سره غواړي چې هلته د اوبو په مدیریت سره بزګرانو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي، څو د کال په څلورو فصلونو کې لغمان د کرنیزو توکو اړتیاوې پوره کړي.
په دغه ولایت کې په شولو(وریجو) سربېره لوبیا او بېلابېل سابه او ترکاري، بېلابېلې میوې په تېره بیا د ستروسو کورنۍ( مالټې، نارنج، لیمو او کینو) مڼې، زردالو، غوزان او نورې مېوې شته. د کرنې او مالدارۍ ریاست د پخوانیو شمېرو له مخې په دغه ولایت کې په سبو او ترکاریو سربېره د شولو کرل هم دود دي او هرکال تر ۱۳ زرو هکتارو پر زیاته ځمکه شولې کرل کیږي. شولې د بل هر کرنیز توکي په پرتله ډېرو اوبو ته اړتیا لري.
شاهي کانال په لغمان کې د کرنې د پرمختګ په برخه کې یوه لویه او مهمه پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې په دغه ولایت کې د اوبهخور سیستم په عصري ډول جوړ او د اوبو د ضایع کېدو مخه به ونیول شي.
په دې سره به په دغه ولایت کې له یوې خوا د بزګرانو د کرکېلې له پاره د اړتیا وړ اوبه پیدا شي او له بلې خوا به د سیمې د اوبو د زېرمو کچه هم لوړه شي.
۵ - د کونړ د ماڼوګي بند
اسلامي امارت د اوبو د مدیریت د پروژو د عملي کولو په لړ کې د کونړ د ماڼوګي د بند د پاتې چارو بشپړولو ته هم مټې را بډ وهلې. د ۱۴۰۲ لمریز کال د جوزا په ۲۷ مه نیټه په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي کمیسیون په نوبتي غونډه کې پرېکړه وشوه چې د مالیې وزارت دې د دغه بند جوړونکي شرکت ته پاتې انوایس ورکړي او شرکت مکلف دی چې هم د بند پاتې چارې بشپړې کړي او هم د پوروړو پیسې ورباندې وسپاري.
۶ - ارزګان کې د آغاجان بند
اقتصادي کمیسیون د ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري په ۷مه نیټه په خپله غونډه کې د ارزګان ولایت د آغاجان بند د جوړولو په اړه تر بحث وروسته یوه کمېټه وګومارله چې د دغه بند په اړه تګلاره جوړه او د وروستۍ پرېکړې په موخه یې دې اقتصادي کمیسون ته وړاندې کړي. موظفې کمېټې تګلاره جوړه او د وروستۍ پرېکړې په موخه اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړه چې تر بحث وروسته منظوره شوه. د دغه بند د جوړولو چارې روانې دي چې په نیږدې راتلونکې کې به یې کارونه بشپړ شي.
۷ - د بخش آباد بند
د فراه د بخش اباد بند د پاتې چارو د پیلولو پرانیسته د ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو له لوري وشوه. د بخش آباد بند چې په کلني ډول د ۱۳۶۰ میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، کولای شي ۶۸ زره او ۵۹۰ هکتاره کرنیزې ځمکه خړوبې او ۲۷ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.
دا بند چې د فراه پر سیند جوړېږي د موسمي سیلابونو مخه به ونیسي او د کرنیزو ځمکو لپاره به د خړوبولو اوبه چمتو کړي. همدارنګه د دغه په جوړېدو سره به ۱۰۰ زره هکتاره شاړه ځمکه د کر وړ وګرځي، له بالابلوک څخه تر بکوا دښتو پورې سیمه به په صنعتي زون بدله شي، مالداري به وده وکړي او په دې برخه کې به د پانګونې نوي فرصتونه رامنځ ته شي. د دغه بند عملي چارې د ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري پرانیستل شوې چې نېژدې راتلونکې کې به بشپړ شي.
د بخش آباد بند ۸۱ متره لوړوالی لري چې ښي لورته ۵۰ کیلومټره او کیڼ لورته ۵۲ کیلومتره کانالونه هم لري چې د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.
۸ - د کمال خان بند
د کمال خان بند چې له کلونو را په دې خوا یې د نیمروز ځمکو ته اوبه برابرولې په ابتدایي ډول له خښتو او ډبرو جوړ شوی و چې بیا د ګوډ تیمور له خوا په نیمروز تر برید او د دغه سیمې تر نیولو وروسته یې دا بند هم ونړواه. خو سلګونه کلونه وروسته بیا داودخان د دغه بند د جوړولو هوډ وکړ چې سروې یې هم وشوه، خو له واک څخه د هغه په لیرې کېدو سره دا بند هم له یاده ووت. په ۲۰۱۱ م کال کې د وخت حکومت له خوا بیا د دغه بند د جوړولو کار پيل شو او له یوه تاجیکستاني شرکت سره یې د جوړولو هوکړه لاسلیک شوه، ترڅو د دغه بند د جوړولو چارې په درېیو پړاوونو کې بشپړې کړي، خو د کابل تېره اداره ونه توانېده چې دا پروژه په ټاکل شوې موده کې بشپړه کړي.
د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې دکمال خان بند د پاتې کارونو د بشپړولو په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ یوه پلاوی ولیږه، څو د کمال خان بند هر اړخیزه څیړنه وکړي او د خپلو ارزونې پایلې له نوموړي کمیسیون سره شریکې کړي چې په اړه یې پرېکړه وشي. استول شوي پلاوي خپلې پایلې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ کمیسیون د پلاوي ارزونې واورېدې او پرېکړه یې وکړه چې د دغه بند د چارو د بشپړولو لګښت دې د ۱۴۰۲ لمریز کال په انکشافي بودیجه کې شامل او اړونده وزارتونه دې د دغه بند د چارو بشپړولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي. دا بند چې پاتې چارې به یې د ملي پرمختیا شرکت له خوا بشپړ شي د ۵۲ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او ۱۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.
یوازې دا د افغانستان د اسلامي امارت له خوا د اوبو د مدیریت ټولې هڅې ندي، بلکې نورې ګڼې کوچنۍ پروژۍ د نورو وزارتونو له خوا هم پلې شوې او لا هره ورځ یې کارونه پيلیږي. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس هم د پنځو نورو سترو بندونو د پروژو د پلي کولو امکانات چمتو شوي چې چارې به یې په نېږدې راتلونکې کې پيل شي.
د اوبهخور سیستم سمون او پراقتصاد یې اغېز
یوازې د اوبو په ډېروالي سره د کرنې د اوبو د کموالي ستونزه نه حلیږي، بلکې د اوبهخور سیستم هم باید له دودیز هغه نه په نوې بڼه بدلون ومومي. ځکه په زاړه سیستم کې اوبه ډېرې ضایع کیږي. که څه هم په هېواد کې د اوبهخور نوی سیستم اوس په ځینو ځایونو کې دود شوی، خو په ډېرو سیمو کې اوس هم د خړوبولو زوړ او دودیز سیستم کاریږي چې له سیند نه کانال او له هغه نه ویالې ته اوبه لیږدول کیږي او وروسته د لښتیو په وسیله کروندو ته ویشل کیږي.
د خړوبولو له پاره اوس خورا نوې او اغیزناکې لارې چارې دود شوې دي چې هم ګټورې دي او هم د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي.
الف ـ د څاڅکو یا قطره یې سیستم
د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي یوه لاره د څاڅکیو په وسیله یا قطره یې خړوبول دي. په دې سیستم کې اوبه د لولې په وسیله ترهرې ونې او یا بوټې پورې رسول کیږي، په دې بڼه خړولو کې بڼوالان او بزګران کولای شي بېلابېلې کمیاوي سرې او درمل هم خپل بڼ یا کروندې ته ورکړي.
په دې سیستم کې اوبه له شیرونو څخه کنترولیږي چې د اونۍ په هره ورځ غواړې کرونده خړوبه کړې او په مشخه موده کې د خړوبولو چارې بشپړه کړې.
په قطره یې سیستم کې د اوبو د فشار په برابرولو سره اوبه لږې او ډېرې شي، د بوټو او ونو بېخونه تل مرطوب وساتل شي چې د هغه ودې ته زمینه برابروي. د څاڅکو په سیستم کې تر۸۵ سلنې پورې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیول کیږي.
د اوبو د لیږدولو او وېش په اړه ډېرې لارې چارې او بڼې شته چې موږ یې دلته ځینو مهمو ته په لنډ ډول نغوته کوو.
ب ـ د کانالونو جوړول او پوښل
د کانالونو جوړول او بیا یې مخ پوښل کولای شي د اوبو د ضایع کېدو په مخنیوي کې اغیزناک رول ولري.
په دې چاره کې د کانالونو مخ په داسې توکي پټیږي چې اوبه نه جذبوي( سیمنټ، پلاستیک او یا نور کمیاوي مواد) په دې سره ځمکې ته د اوبو د جذب مخنیوی کیږي او له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیول کیږي.
ج: د اوبو په لېږدولو کې له لولې څخه استفاده
د نل یا لولې په وسیله د اوبو لیږدول که څه هم د لښتیو د جوړولو په پرتله ګران تمامیږي، خو په دې سره کیدای شي اوبه لوړو او ژورو ځایونو ته ولیږدول شي.
په لوله کې فشار رامنځ ته کېږي چې له کانال څخه په لولې سره د اوبو د لیږدولو په وخت کې اوبه تر کروندې او بوټو پورې رسیږي، د ضایع کېدو مخه یې نیول کیږي او په کرونده کې د هرزه ګیاو(خیوي) د شنه کېدو مخه نیسي. په لولو کې د اوبو د تبخیراندازه هم صفر ده.
د ـ د ورخ لرونکو لولو( هیدروفلوم) کارول
هیدروفلوم له نرم پلياتلین یا پلاستیک څخه جوړې شوې چې په کروندو کې د خړوبو په موخه کارول کیږي. دا لولې د پلاستیک کڅوړو ته ورته دي چې د یوه میلي متر په ضخامت اوسلومترو په اوږدوالي جوړیږي. له ورخ لرونکو لولو څخه استفاده ډېر آسانه ده او یوازې د ورځ په خلاصولو او تړلو سره په کرونده کې اوبه ووېشو. همدا رنګه کولای شو دا ډول لولې په ګرځنده توګه له یوې کروندې بلې ته ولیږدو، خو په احتیاط سره باید دا کار وشي.
که د لولو پرځای د کروندې د خړوبو له پاره ویالې جوړې شي، نو یو لړ ستونزې هم لري، لکه، د هرې ویالې د جوړولو له پاره ځای ته اړتیا ده چې د لولې په پرتله ډېرځای نیسي، که ځمکه سمه نه وي هواره شوې او یا منظم شکل ونلري، نو ویاله به هم په هماغه بڼه او هندسي شکل جوړوئ چې بیا د حاصلاتو د ترلاسه کولو په موخه په کرونده کې د ماشین د کارولو او نورو چارو پروخت ستونزې رامنځ ته کوي، د ویالو جوړول ښایي ګران پرېوځي، د خړوبولو پروخت په ویاله کې اوبه ډېرې ضایع کیږي او حتی پاتې کیږي، له کانالونو څخه ویالو ته د اوبو د لیږدولو پروخت د هرزه ګیاوو تخمونه کروندې ته په رسېدو هلته شنه کیږي، د ویالو په وسیله خړوبول ډېر وخت غواړي، خو د لولو په وسیله کروندې حتی د شپې هم خړوبېدای شي.
د خړوبولو د نویو سیستمونو د پلې کولو هوډ
د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په سیندونو سره د بندونو جوړول د اوبو د مدیریت غوره اقدام دی چې واک ته په رسېدو سره یې په خپلو لومړیتوبونو کې راوستي دي. امارتي مسوول وایي د هېواد په لویو لویو سیندونو د کانالونو اوبندونو جوړول دوام لري چې له شک پرته د کروندو په برخو کې به د خړوبولو له نویو او عصري سیستمونو ګټه واخیستل شي.
د نویوسیسمتونو په پلې کېدو سره به له یوې خوا د اوبو د ډېرو ضایع کېدو مخه ونیول شي او له بلې خوا به په لږو اوبو د ډېرې ځمکې د خړوبولو امکانات برابرشي. همدا راز دا سیستمونه کولای شي په کروندو کې د بشري قوې تراکم هم راکم او د خړوبولو سیستم د لږوکسانو له خوا پرمخ یووړل شي.
پایله
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ښې پرېمانه اوبه شته، خو په هېواد کې د بېلابېلو عواملو له امله دا اوبه د افغانستان له استفادې پرته بهر ته وځي او هغه اوبه هم چې په بهر ته نه وځي ډېرې یې ضایع کیږي.
په شمال کې د آمو سیند او په نورو برخو ډېر نور سیندونو حتی خپلو څنډو ته هم اوبه ندي ورکړي ځکه چې ډېر ژور تللي او د کرکیلې ځمکې لوړې دي او له داسې سیندونو د اوبو پورته کول لویو دولتي برنامو ته اړتیا لري.
همدا راز ځینې نور سیندونه هم د کال په دوو درېیو فصلونو کې پرېمانه اوبه لری، خو په اوړي کې بیا د هغه شاوخوا سیمې د کرکیلې او حتی څښاک د اوبو له کموالي سره مخ وي. د افغانستان اسلامي امارت د اوبو د مدیریت په برخه کې شوې هڅې به د دا ډول ستونزو په حل کې مرسته وکړي. ځکه ژورې اوبه به د کانالونو په وسیله د کر وړ ځمکو ته پورته کړي او د بندونو په جوړولو سره به د اوبو په زېرمه کولو سره د هغه د ضایع کېدو مخه ونیسي. خو یوازې د اوبو په را ګرځولو سره دا ستونزه په بشپړه نه حلیږي، د اسلامي امارت سکټوري برخې باید د دې ترڅنګ د خړوبولو د نویو سیستمونو د دودولو او پلې کولو په برخه کې هم عملي اقدام وکړي، ځکه له یوې خوا به د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي او له بلې خوا به د کر وړ ډېره ځمکه خړوبه کړای شي.