د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت میاشتنۍ (ابادي) یوولسمه ګڼه چاپ شوه

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۶:۴
AbaadiMagazine

په دې ګڼه کې د اقتصادي معاونیت له لوري په بېلابېلو برخو کې د ترسره شوو فعالیتونو په اړه راپورونه خپاره شوي. ابادي میاشتنۍ د موضوعاتو له مخې اساساً څلور برخې لري. په لومړۍ برخه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون، اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې او د پانګونې بین الوزارتي کمېټې د غونډو، په دوهمه برخه کې د لویو پروژو د پرانیستې او مهمو کنفرانسونو کې د اقتصادي مرستیال د ګډون، په درېیمه برخه کې له محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره د کورنیو او بهرنیو استازو او په څلورمه برخه کې د مهمو اقتصادي موضوعاتو په اړه خبري راپورونه خپاره شوي دي. د مجلې په وروستۍ برخه کې د مهمو اقتصادي موضوعاتو په اړه د لیکل شویو موضوعاتو خلاصه په انګلیسي ژبه راوړل شوې ده.

د ابادي میاشتنۍ یوولسمه ګڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره لوستلی او ډاونلوډ کولی شئ:

shorturl.at/vncrs

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱.۳ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

BACK TO NEWS