د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي د تایید وړ وبلل شوه
![new70](/sites/default/files/2024-11/whatsapp_image_2024-11-12_at_11.31.39_25946a19.jpg)
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو. دې غونډې ته د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوه چې تر هراړخیزې ارزونې وروسته د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې په عملي کېدو سره به افغانستان د چرګانو سکټور په مختلفو برخو کې بشپړې خودکفایۍ ته ورسېږي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو ته کار زمینه هم برابره کړي. دې غونډې ته د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ لمریز کلونو پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رغول شوو او تر بیارغونې لاندې امارتي سړو خونو راپور هم وړاندې شو. یاد موضوعات د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.