په بغلان ولایت کې د تیرپارک او په مزارشریف ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو ته د تایید نظر ورکړل شو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۸
0-9876rdg

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د تیرپارک جوړولو او په مزارشریف ښار کې د اطلاعات او کلتور وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو د تخنیکي ارزونې راپورونه وړاندې شول. د راپورونو له ارایې وروسته د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د تیرپارک جوړولو او همدا راز په مزارشریف ښار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ځمکه د ۸۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو ته د تایید نظر ورکړل شو.

همدا راز په دغه غونډه کې د لوګر ولایت په مرکز پُل علم ښار کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، د کابل ولایت په ده سبز سیمه کې د ۵۰ میګاواټه لمریزې برېښنا او د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو هم بحث وشو. د یادو طرحو د هراړخیزې ارزونې لپاره جلا جلا کمېټې وټاکل شوې څو خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS