له روسي پلاوي سره د شریکو شوو اقتصادي موضوعاتو د تعقیب په موخه له سکټوري وزارتونو سره ځانګړې غونډه ترسره شوه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۵:۱۴
Special Meeting Held with Sectoral Ministries to Follow Up on Economic Issues Discussed with Russian Delegation

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ له روسي پلاوي سره د شریکو شوو اقتصادي موضوعاتو د تعقیب په موخه له سکټوري وزارتونو سره ځانګړې غونډه نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. له تفصیلي بحث وروسته  د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، ټولګټو، کور او ښار جوړولو، ترانسپورټ او هوايي چلند، او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د ټولګټو وزارت اړوند د اوسپنې پټلۍ معینیت او د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته دندې وسپارل شوې، څو هر وزارت او اداره د خپلې کاري ساحې اړوند د هېواد په کچه لویې او مهمې اقتصادي پروژې په نښه او له ټولو تفصیلي معلوماتو سره یوځای یې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي معاونیت سره شریکې کړي. اقتصادي معاونیت به یادې پروژې د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ له هغه لوړپوړي پلاوي سره شریکې کړي، چې د روانې قوس میاشتې په پنځمه نېټه یې کابل ته سفر کړی و. یاد روسي پلاوي هغه مهال د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ کچې پر زیاتېدو خبرې وکړې او ټینګار وشو، چې دواړه لوري به په دغه برخه کې ګډ کار کوي.
همدا راز په دغه غونډه کې د هغو مهمو اقتصادي برخو په اړه هم بحث وشو چې روسي شرکتونو پکې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. له هراړخیز بحث وروسته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له یادو روسي شرکتونو سره د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه انلاین مجلس ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS