د شاه و عروس اوبو بند د ګټې اخیستنې مراسمو ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَىْءٍ حَيٍّ

د اوبو او انرژۍ وزارت مشرتابه، د امارتي ادارو مسوولینو، قدرمنو مشرانو، مجاهدینو، د تابیله پرهون ایراني شرکت مسوولینو، د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو؛

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

ډېر د خوښۍ ځای دی، چې د کابل ولایت اړوند په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس اوبو بند ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې ګډون کوو او د اوبو د مدیریت په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کوو.

له هر څه وړاندې د افغانستان ټول شریف او غیور ملت ته د دغې مهمې ملي پروژې د بشپړېدو له امله مبارکي وایم.

ګرانو هېوادوالو!

دا یو واقعیت دی چې د اوسنۍ نړۍ په ځینو هېوادونو کې د اوبو قېمت د تېلو له قېمت سره مساوي دی او دا د دې ښکارندويي کوي چې ورځ تر بلې د اوبو ارزښت لوړېږي. په اوسنیو نړیوالو اړیکو او نړیوال سیاست کې پر اوبو باندې د یو مهم اقتصادي عامل په توګه بحث کېږي او داسې وخت هم راتلونکی دی چې د نړۍ په زیات شمېر هېوادونو کې به د اوبو ارزښت له نفتي او ځینو نورو کاني زېرمو څخه لوړ وي.

له بلې خوا زموږ د هېواد په معاصر تاریخ کې د داخلي او تحمیلي جګړو او نورو داخلي او بهرنیو عواملو له امله د اوبو د مدیریت په زېربناوو کې مناسبه او د اړتیا وړ پانګونه نـه ده سوې. همدا دلیل دی، چې کله د موسمي بارانونو یا د اقلیمي بدلونونو پر مهال زموږ د هېواد اوبه ډېرې او مستې سي، نو د ابادولو پر ځای د خوارو افغانانو کورونه ړنګوي، ژوندي انسانان وړي، د غریبو بزګرانو فصلونه وړي او عامه او شخصي تأسیسات له منځه وړي؛ خو د نورو هېوادونو د اوبو وضعیت داسې نه دی، د دوی اوبه په ډېر مهارت ذخیره او مهار کېږي، د خلکو کورونه ابادوي، فصلونه خړوبوي، د خلکو پر دسترخوان ډوډۍ زیاتوي، رڼا تولیدوي او د اقتصادي ودې مهمترین جز تشکیلوي.

محترمو هېوادوالو!

د کابل شاه او عروس اوبو بند د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي، د دغه بند پاتې کارونه د افغانستان اسلامي امارت په هڅو په مسلکي توګه پای ته رسیدلي دي. لله الحمد! اوس مهال دغه بند د اوبو رسونې، اوبو لګونې او د انرژۍ د تولید په برخه کې عملاً  ګټې اخیستنې ته چمتو دی.

یاد بند ۷۸ متره لوړوالی لري او د ۹.۴ میلیون متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې له امله به یې شاوخوا ۳۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه سي او ۱.۲ میګاواټه انرژي به تولید کړي.

نوموړی بند به د هېواد خواریکښو بزګرانو ته د اوبو لګونې په برخه کې یوه منظمه سرچینه تأمین کړي، د کرنې سکتور په وده کې به مهم رول ولوبوي، د خلکو فردي اقتصاد به پیاوړی کړي، د اړتیا وړ انرژۍ په تأمین کې به لازمه ونډه واخلي او په لویه کې به د هېواد د اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، د شاه او عروس بند د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي؛ خو هېواد مو لا هم په دې برخه کې ډېر زیات کار او پانګونې ته اړتیا لري. په ننني عصر کې د اوبو زیاتیدونکې اړتیا او اهمیت ته په پام، د افغانستان اسلامي امارت د خپلو اوبو د مدیریت او مهار لپاره د پایداره پرمختګ اصل په نظر کې نیولو سره د پام وړ دوامدارې هڅې کوي؛ ترڅو د اوبو د اړتیا وړ زېربناوې ورغوي او په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي. ان شاءالله د دغه لوی، ملي او بنسټیز مسوولیت په برخه کې مو ارادې پیاوړې دي.

له ټولو محترمو هېوادوالو څخه غواړم، چې د دې او نورو ټولو ملي پروژو په ساتنه کې د اسلامي امارت سره اوږه په اوږه خپل فردي مسوولیت په سمه توګه اداء کړي او هېڅکله له ملي تأسیساتو څخه داسې استفاده ونکړي چې خدای مه کړه د تخریب او ورانېدو باعث وګرځي.

په پای کې د اوبو او انرژۍ وزارت له مشرتابه، تخنیکي مسوولینو، د پروژې له ښاغلو انجنیرانو او له اړوند قراردادي شرکت څخه ډېره مننه کوم، چې د یادې مهمې ملي پروژې د بشپړېدو په برخه کې یې خپل مسوولیت په سمه توګه سرته رسولی دی.