د پانګونې بینالوزارتي کمېټې له لوري د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه بحث وشو. دې غونډې ته په کابل او بلخ ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو، په کابل ولایت کې د میوې او سبزۍ لپاره د مارکېټ او همدا راز د رسمي اسنادو د ثبت او تایید په موخه د برېښنایي سیستم جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. په غونډه کې له مفصل بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي مجلسونه ترسره او راپورونه یې په ټاکلو نېټو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.