د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی تاشکند ته ورسېد

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۲:۳۶
د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی تاشکند ته ورسېد

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی چې د کابینې یوشمېر محترم غړي او د سکټوري ادارو استازي په‌کې شامل دي، نن غرمه مهال د ازبیکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد. په تاشکند نړیوال هوايي ډګر کې د ازبیکستان هیواد د لومړي وزیر مرستیال محترم جمشید خواجه یوف، د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي محترم عصمت‌الله ایرګاشېف او په ازبیکستان کې د اسلامي امارت سفیر محترم شیخ عبدالغفار بحر له لوري د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي هر کلی وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS