محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په ازبیکستان کې له مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو سره وکتل

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۱:۴۶
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په ازبیکستان کې له مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب په پنځمه نېټه په ازبیکستان کې له مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو سره په تاشکند کې د افغانستان په سفارت کې وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له افغان پانګوالو او سوداګرو سره د لیدنې پر مهال وویل، د اللّه تعالی په نصرت او د افغانانو په بې ساري قربانۍ افغانستان له نړیوال استکباري اشغال څخه ازاد او له لسیزو وروسته له بې مثاله سرتاسري امنیت څخه برخمن شوی دی.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، د هېواد د اقتصادي ودې د پراختیا په برخه کې لازم ګامونه اخیستل شوي، د زېربنا رغولو په برخه کې سترې پروژې پیل شوې، د لویو لارو د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي، د کورنیو تولیداتو او صادراتو کچه زیاته شوې او د تجارت بېلانس کې نسبتاً ښه‌والی رامنځته شوی دی. د پانګونې او سوداګرۍ سیستم له فساد او بېروکراسۍ پاک شوی او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو په ځانګړي ډول د شتمنو هېوادوالو سر، مال او عزت خوندي نه و؛ خو د اسلامي امارت په حاکمیت سره د سوداګرو او پانګوالو مال او عزت خوندي او په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار ته دوام ورکوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د انرژۍ، کانونو، کرنې، ترانسپورټ، زېربنا، مخابراتو، ټکنالوژۍ او روغتیا تر څنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا  لپاره اړینه وبلله. هغه زیاته کړه، افغان پانګوال باید په دې برخو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي.

محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت له خصوصي سکټور څخه بشپړ ملاتړ، راستنېدونکو صنعت‌کارانو، سوداګرو، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې د زمینې برابرول او د کورني صنعت پرمختګ ته لومړیتوب ورکول خپل مکلفیت او مسوولیت ګڼي او هڅه یې دا ده چې افغانستان د سیمې د اقتصادي او سوداګریز اتصال په مرکز بدل او له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو مناسباتو لمن لا پراخه کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند افغان پانګوالو او سوداګرو ته په خطاب کې وویل:« تاسې زموږ د هېواد د اقتصادي پرمختګ ستنې یاست. ستاسې پانګونه، تجربې او وړاندیزونه زموږ لپاره ارزښت لري. ستاسې پانګونه او سوداګریز فعالیتونه ټول افغانستان ته اقتصادي ګټه رسوي. موږ غواړو تاسې ته د پانګونې نور فرصتونه هم برابر کړو، ترڅو د صنعتي تولید، کرنې، ترانزیټ او نورو اقتصادي سکټورونو د ودې لپاره خپلې تجربې او پانګې وکاروئ. اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی. په همدې موخه یې د سوداګرۍ او پانګونې پروسې اسانه کړې، د مالیاتو سیستم منظم شوی، د سوداګرو او پانګوالو ټولو حقوقو ته پوره ژمن دی.»

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ازبیکستان کې مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې ستاسې پانګه، شتمني او سوداګریز فعالیتونه په افغانستان کې خوندي دي، اسلامي امارت به د اړتیا پر مهال هر ډول لازمه همکاري درسره کوي. محترم ملا صاحب له ټولو پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې خپل صنعت او پانګه خپل هېواد ته را انتقال کړي، څو د هېواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړي.

په ازبیکستان کې مېشت افغان پانګوالو او سوداګر د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ملاتړ وکړ او هر پانګوال له لسو څخه تر سل میلیون ډالرو پورې په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی وښود. دوی همداراز په یوشمېر برخو کې خپلې ستونزې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې چې محترم ملا صاحب یې د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۳:۱۸
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په یوولسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د هېواد په. . .

BACK TO NEWS