په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړېږي

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۶:۴۷
UAE Investors and Traders Conference to Be Held in Kabul

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ کال  د ثور میاشتې په ۱۶مه نېټه د افغانستان له پاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي ښاغلي سیف محمد الکتبي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغه لیدنې پر مهال د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني هم حضور درلود.

په ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان له طبیعي سرچینو غني هېواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې په دې زېرمو کې پانګونه جذب او پر مټ یې هېواد پر ځان بسیا کړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه د متحده عربي اماراتو پانګوال کولی شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ورپسې د افغانستان له پاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي وویل، دوی غواړي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان له پاره پر هغو پروژو خبرې وشي، چې پر مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي. دغه راز نوموړي په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ او د سړکونو جوړولو په برخه کې پانګونې ته د خپل هېواد لېوالتیا وښوده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱.۳ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

BACK TO NEWS