محترم ملا عبدالغني برادر اخوند تاتارستان ته له څلور ورځني رسمي سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۲۷
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند تاتارستان ته له څلور ورځني رسمي سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روسيې فدراسيون تاتارستان جمهوريت ته له څلور ورځني رسمي سفر وروسته شنبه د شپې لس بجې د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۷مه نېټه بېرته کابل ته راستون شو. د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال دغه سفر د کازان ۱۶م نړيوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه ترسره کړ. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، د دې سفر پر مهال یې د تاتارستان جمهوریت له ولسمشر او د موردوویا جمهوریت له ولسمشر سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه ګټور مجلسونه درلودل. محترم ملا صاحب همداراز وویل، د دې سفر پرمهال یې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر له دوو مرستیالانو سره هم د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، په مختلفو اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر رامنځته کولو هر اړخیزې خبرې کړې دي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د دې سفر پرمهال د افغانستان – روسیې سوداګریز فورم هم پرانیستل شو، چې په ترڅ کې یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو همکاریو په برخه کې پنځه مهمې تفاهمنامې لاسلیک شوې. محترم ملا صاحب دا سفر له  لاسته راوړنو ډک یاد کړ.

د یادونې وړ ده چې په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د شاوخوا ۹۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو ۲۰ زره شرکتونو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په خوست ولایت کې د ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان ولایت په. . .

BACK TO NEWS