د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریز تبادلات؛ خنډونه او فرصتونه

د افغانستان او روسيې سوداګري..

فضل ولي شيراني

سریزه

د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته، له روسیې سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د نړیوالې انزوا او اقتصادي ننګونو په منځ کې د کابل د بهرني سیاست یوه مهمه برخه وه. دغه اړیکو د سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ وده کړې، چې د روسیې او افغانستان لپاره د متقابلو ګټو فرصتونه یې رامنځته کړي ديکه څه هم روسیې تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دواړو لورو ترمنځ ډیپلوماتیک تعاملات زیات شوي. د بېلګې په ډول، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اسلامي امارت یوه ډیپلومات ته د مسکو سفارت رسمي چارې وسپارل شوې، چې دا د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا نښه ده. بله دا چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې روسیې  د ممنوعه ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت نوم وایست، لامل یې دادی چې دا کار د اقتصادي همکاریو له پاره اړین دی. د اسلامي امارت لپاره له روسیې سره اقتصادي اړیکې د نړیوالو بندیزونو او انزوا په منځ کې یو مهم فرصت دی. روسیه، چې پخپله هم د لویدیځ د بندیزونو له امله له ننګونو سره مخ ده، له اسلامي امارت سره د تعامل له لارې خپل ستراتیژیک نفوذ په منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا کې پیاوړی کوي. اسلامي امارت هم هڅه کوي چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترڅنګ خپل سیاسي او اقتصادي اړیکي د روسیې فدراسیون په څير هېوادونو سره پراخ کړي. ترڅو وکولای شي، په یو یا دوو هېوادونو له اتکا څخه ځان خلاص او د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې خپلې اقتصادي چارې پراخې او سوداګري نړیوالې کچې ته ورسوي. په دې برخه کې روسیه یو مهم هېواد دی او کولای شي په اقتصادي لحاظ د افغانستان له پاره ګټور تمام شي.

د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریز تبادلات؛ ګټې او خنډونه

د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریز تبادلات د دواړو هېوادونو د جیوپولیتیک موقعیت او د متقابلو اقتصادي اړتیاوو له امله له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دي. د کازان شپاړلسمه غونډې د دې اړیکو د لا پیاوړتیا له پاره ښه زمینه برابره کړه. موږ او تاسو پوهېږو چې روسیه او افغانستان له پخوا څخه سوداګریز اړیکي لري، خو په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو وروسته دغه اړیکي د دواړو لوریو د اقتصادي اړتیاوو پر بنسټ نوي پړاو ته داخل شوي دي. په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ میلادي کلونو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي. روسیه د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د یوه پل په حیث د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه د ګټې اخیستلو په لټه کې ده، په داسې حال کې چې افغانستان بیا د خپل اقتصاد د پیاوړتیا او پراختیا له پاره د سیمې بازارونو ته لاسرسی او د اقتصادي بیارغونې له پاره د بهرنۍ پانګې  جلب او جذب ته اړتیا لري. د کازان په شپاړلسم فورم کې اسلامي امارت پر دې بریالی شو چې د کرنې، کانونو، ترانسپورټ او پانګونې په برخه کې پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي. دا هوکړه لیکونه کولای شي د افغانستان په اقتصادي وده او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي. دغه راز د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریز تبادلات له لوړ پوټانیشل څخه برخمن دي. داچې افغانستان د اسیا په زړه کې پروت دی، کولای شي د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال له پاره د یوه ترانزیټي مرکز په توګه خپل رول ترسره کړي. د افغانستان دغه موقعیت د روسیې لپاره چې د لویدیځ د بندیزونو پر وړاندې د بدیلو سوداګریزو لارو په لټه کې ده، ډیر ارزښتناک دی. د سالنګ تونل په څیر زیربناوو بیارغونه چې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهمه لار ده، کولای شي دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي. دغه راز باید ووایو چې افغانستان په زیاته اندازه وچه میوه لکه بادام، پسته او کشمش لري او دا میوې بیا په روسیه کې ښه بازار لري. همداراز کاني زیرمې لکه لیتیم، مس او ګرانه بیه ډبرو  صادرات د روسیې پام ځان ته را اړولی شي. دغه ډول صادرات به وکولای شي د افغانستان د سوداګرۍ د کسر په کموالي کې مرسته وکړي. په دې وروستیو کې روسي شرکتونو د کرنې، کانونو، انرژۍ او ترانسپورټ په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده. د کازان د  شپاړلسم فورم په څنډه کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او روسي پانګوالو ترمنځ خبرې وشوې. د روسي پانګوالو پانګونه به د افغانستان د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ډیره مرسته وکړي. خو دلته باید یادونه وشي چې اسلامي امارت که غواړي په اقتصادي برخه کې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د سیمې او نړۍ د هېوادونو پام راواړوي او هغوی دلته پانګونه وکړي، نو په کار ده چې د ځینو برخو رغونې ته پوره پاملرنه وکړي. تر دې مهاله د زیربناوو په برخه کې عملي ګامونه پورته شوي دي، خو دا کافي نه دي. ترهغې چې په بشپړ ډول زیربناوې جوړې نه شي، د دې امکان به کم وي چې موږ په پراخه کچه هېواد ته بهرنۍ پانګه را جلب کړو. دغه راز یو بل ستر خنډ چې اسلامي امارت پر وړاندې شته هغه د رسمیت پیژندنې خبره ده. بله دا چې پر اسلامي امارت د نړیوالو له لوري بندیزونه هم هغه خنډ دی چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ او پر وړاندې یې خنډونه راولاړ کړي دي.

پایله

د روسیې او افغانستان ترمنځ تجارتي تبادلات د اقتصادي ودې له لوړ پوټانیشل څخه برخمن دي، په ځانګړي ډول هغو فرصتونو ته پاملرنه چې د کازان فورم کې رامنځته شوي وو. د افغانستان ستراتیژیک موقعیت، بډایه طبیعي سرچینې، د روسیې فدراسیون ملاتړ د همکارۍ لپاره د پام وړ فرصتونه رامنځته کړي دي. د دې ترڅنګ ځینې خنډونه لکه د اسلامي امارت په رسمیت نه پیژندل، د زیربناوو کموالی، نړیوال بندیزونه  د دې لارې پر وړاندې جدي ننګونې دي. د اقتصادي پرمختګ له پاره د شته فرصتونو د عملي کېدو لپاره په کاره ده چې زیربناوې پراختیا ومومي او د نړیوالو شریکانو باور ترلاسه شي. دغه راز روسیه کولای شي، په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه پورته کړي. د دواړو لورو ترمنځ همکارۍ د دواړو هېوادونو د اقتصاد په ګټه دي. د دې چارو په ترسره کېدو سره به له یوه لوري د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د هېوادونو باور زیات شي، هېواد ته به بهرنۍ پانګه را جلب او جذب شي او له بل لوري بیا د همدې پانګې پر مټ کولای شو د هېواد اقتصادي وده او پرمختګ تضمین کړو.