د نویو سیاسي واقعیتونو په رڼا کې د افغانستان ـ تاتارستان اقتصادي همکاریو ته کتنه

مقاله

سریزه

په افغانستان په وروستیو کلونو کې سیاسي بدلونونو د سیمه ییزې همغږۍ او د اقتصادي همکاریو له پاره نوې فرصتونه رامنځ ته کړل. دا هغه څه و چې په سیمه او نړۍ کې یې د دوستۍ او همکارۍ نوې لارې تعریف او روښانه کړي.

اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په غوره کولو سره له ګاونډیو او سیمې له هېوادونو او ټولې نړۍ سره د سیاسي اړیکو ترڅنګ د اقتصادي اړیکو د ټینګښت هڅې پيل کړې. د دغه اړیکو د ټینګښت په موخه د اسلامي امارت ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د پلاویو سفرونه ترسره او کابل هم د ډېرو هېوادونو د پلاوو کوربتوب وکړ. د دې هڅو په لړ کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت په موخه د کازان په نړیوال اقتصادي فورم کې د افغانستان  اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي ګډون و چې د دغه فورم په څنډه کې یې د کوربه هېواد تاتارستان جمهوریت له لوړ پوړو چارواکو سره هم لیدنې کتنې درلودې. په دې کتنو کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه او په بېلابېلو سکتورونو کې یې د خپلو هېوادونو ظرفیتونه او فرصتونه له یو بل سره شریک کړل. د افغانستان  اسلامي امارت ته د کازان په اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه د تاتارستان جمهوریت له خوا شوې وه چې د افغانستان له پاره یې په اوسنیو شرایطو کې د دیپلوماتیکو هڅو یوه نوې کړکۍ پرانیسته. په دې لیکنه کې له تاتارستان جمهوریت سره  د افغانستان د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه لنډې خبرې کوو:

د افغانستان ـ تاتارستان د اقتصادي اړیکو د ټینګښت هڅې

په اوسني نړیوال سیاسي نظم کې، د نړیوالو قوتونو ترڅنګ د سیمه‌ییزو قدرتونو رول هم زیات شوی او ګڼ هېوادونه هڅه کوي د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو له لارې خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي. تاتارستان، چې د روسیې فدرالي جمهوریت دی، په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره له دغه هېواد سره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت عملي هڅې پیل کړې. دا هېواد چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراخ امکانات لري. دا جمهوریت چې د نسبي کورني خودمختارۍ حق لري د روسیې فدراسیون په مرکزي برخه کې د ولګا سیند پر څنډه پروت  او نېژدې څلور میلیونه نفوس لري. تاتارستان د روسیې له بډایه او صنعتي پرمختللو جمهوریتونو څخه ګڼل کېږي. د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوریت په روان کال کې د کازان په شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم کې د افغانستان اسلامي امارت ته د ګډون بلنه ورکړه چې د امارت له خوا ومنل شوه او په دغه فورم کې یې لوړ رتبه پلاوي ګډون وکړ.  د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د  افغانستان اسلامي امارت پلاوي څه موده وړاندې د دغه فورم په څنډه کې د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوریت له ولسمشر او یو شمېر نورو چارواکو سره کتنې درلودې او  د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د غوړېدا په اړه یې خبرې وکړې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان جمهوریت له جمهور رئیس سره په کتنه کې څرګنده کړه چې افغانستان د خپلو ګټو او متقابل احترام پر بنسټ د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوریت سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.  د اسلامي امارت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. د همدې سیاست پر اساس اسلامي امارت غواړي چې له تاتارستان جمهوریت سره د پانګونې د فرصتونو په ځانګړي ډول د انرژۍ، زېربناوو او دوه اړخیزه سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.  په افغانستان کې اوس د هرډول پانګونې، سوداګرۍ، ترانزیت او نورو خدماتو د وړاندې کولو له پاره غوره شرایط چمتو شوي ، سراسري امنیت ټینګ شوی او د کورنۍ پانګونې ترڅنګ  د بهرنۍ پانګونې لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی دی. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کازان د شپاړسم اقتصادي فورم په څنډه کې د تاتارستان جمهوریت له چارواکو سره په کتنه کې د دغه هېواد پانګوال په افغانستان کې د نفت او ګاز د استخراج او تصفیې، د کور جوړولو پروژو، ریل پټلۍ او نورو برخو کې پانګونې ته را وبلل او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې  اسلامي امارت له دوی سره په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.  په افغانستان کې اوس نه یوازې د توکو د پېر او پلور او له یوه هېواد څخه بل ته د هغه د لېږدولو فرصت برابر شوی، بلکې دا هېواد د اوبو د بندونو، سړکونو او د صنعتي پارکونو د جوړولو او نورو برخو کې د لویو اقتصادي پروژو د پانګونې او تطبیق ظرفیت هم لري. په کازان ښار کې د افغانستان او تاتارستان د دغه لوړ پوړو چارواکو په کتنه کې تاتارستاني شرکتونو هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده. د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي  د موټر جوړولو تاتارستاني شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې کار وکړي او تاتارستان چمتو دی چې له افغانستان سره  په دې برخه کې د حکومتونو په کچه د ګډې همکارۍتړون لاسلیک کړي.

د  دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د غوړېدا نوي فرصتونه

په افغانستان کې د اسلامي امارت د اقتصاد محوره او د نورو په چارو کې د نه لاس وهنې سیاست په غوره کېدو سره ګڼ هېوادونه غواړي له افغانستان سره عملي همکاري پیل او خپلې اړیکي جوړې کړې، د روسیې فدراسیون او د هغه نور واحدونه لکه تاتارستان هم لېوالتیا ښودلې چې د منځنۍ آسیا له لارې له افغانستان سره سوداګریز، تخنیکي همکارۍ پیل کړي. افغانستان او تاتارستان د ګډو اقتصادي همکاریو پراخ ظرفیت او فرصتونه لري چې کولای شو د مهمو یې دلته یادونه وکړو:

صنعت او زیربناوې: تاتارستان د روسیې فدراسیون له صنعتي سیمو څخه ګڼل کیږي.  دا جمهوریت د نفتو، کیمیاوي موادو، درندو ماشینونو، او موټرو د تولید په برخه کې ښه  شهرت لري. افغانستان، چې په زیربنایی او ساختماني برخو کې ډېرې اړتیاوې لري، کولای شي له تاتارستانه درانه  ماشین آلات، ساختماني مواد، او تخنیکي همکاري ترلاسه کړي.

کرنه:

افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډېره انساني قوه یې په دې برخه کې کار کوي، خو دا چې دا چاره تراوسه په دودیزه بڼه سرته رسیږي، نو د ګټورتیا کچه یې ټیټه ده. بلخوا تاتارستان جمهوریت د  عصري کرنیزو وړتیاوو، اصلاح شویو تخمونو او د میکانیزه کرنې ښه ظرفیتونه او امکانات لري، افغانستان او تاتارستان کولای شي د کرنیزو تولیداتو د پراختیا، پروسس او صادراتو له پاره ګډې پروژې پیل او تطبیق کړي.

تجارت او ترانزیت:

افغانستان اسلامي امارت غواړي له ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره  د نورو همکاریو ترڅنګ  سوداګریزې او ترانزیتي اړیکي هم  پراخې او د سوداګرۍ او ترانزیت کچه لوړه کړي. که څه هم تاتارستان له افغانستان سره مستقیمه پوله نه لري، خو د منځنۍ آسیا د ترانزیتي مسیرونو له لارې کولای شي له افغانستان سره خپله سوداګري وکړي. د چین-قزاقستان-ازبیکستان-افغانستان مسیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د تبادلې لپاره مهم مسیر بلل کېږي. د دغه مسیر په تقویې سره کولای شي افغانستان خپل تولیدات د روسیې بازارونو ته ولیږدوي او د خپلې اړتیا وړ ماشین آلات او نور توکي له تاتارستان څخه وارد کړي. همدا راز دواړه هېوادونه کولای شي د یو او بل په همکارۍ په سیمه کې خپلې ترانزیتي اړیکي پراخې کړي.

د افغانستان او تاتارستان دوه اړخیزو اړیکو او اړتیاوو ته په پام سره دواړه هېوادونه کولای شي د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه ګډ اقتصادي فورمونه جوړ کړي، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ مستقیمې اړیکي ټینګې او وخت په وخت د دواړو هېوادونو د تولیداتو بېلابېل نندارتونونه جوړ شي.

همدا راز د دوو هېوادونو ترمنځ د زده کړې او روزنې همکاري هم پراختیا ومومي او افغانستان چې په بېلابېلو برخو کې ماهرو کسانو ته اړتیا لري د تاتارستان له تجربو څخه په استفادې سره خپلې دا اړتیاوې پوره کړي.

پایله

په ټوله کې، د تاتارستان جمهوریت او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخ ظرفیتونه موجود دي، خو دا همکاي به یوازې هغه وخت عملي بڼه خپله کړي، که دواړه اړخونه روڼ، انعطاف منونکی او عمل‌محور لید ولري. د خصوصي سکتورونو ترمنځ ارتباطات، د تعلیمي تبادلو پراخول، او د کرنیزو او صنعتي همکاریو پیل کول کولای شي د دواړو ملتونو ترمنځ یو مثبت، دوامدار او متقابل ګټور اقتصادي پل جوړ کړي.

تاتارستان با ظرفیت‌های صنعتی، علمی و فرهنگی خود می‌تواند نقشی کلیدی در بازسازی اقتصادی افغانستان ایفا کند، مشروط به آن‌که مسیرهای دیپلماتیک و اقتصادی به طور عمل‌گرایانه طراحی شوند. ایجاد ارتباطات مؤثر بین نخبگان اقتصادی و فرهنگی دو طرف، می‌تواند گامی مؤثر در جهت تعمیق روابط باشد.