ایکو سازمان او د افغانستان لپاره یې ګټې

قیس احمد
سریزه:
ایکو د اقتصادي همکارۍ سازمان له لسیزو راپدېخوا د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم پلیټفارم پېژندل کېږي. دا سازمان د سوداګرۍ، ترانسپورت، انرژۍ او کلتوري اړیکو د تبادلې له لارې د سیمې پرمختګ او ثبات ته وده ورکوي. په لومړیو کې د دغه سازمان غړي هېوادونه یوازې ایران، پاکستان او ترکیه وو، خو وروسته د افغانستان په شمول د منځنۍ اسیا یوشمېر نور هېوادونه هم ور ګډ شول، چې د دغه سازمان ارزښت او اغېز ورسره زیات شو.
ایکو د سیمې په کچه د اقتصادي همکاریو دویم لوی سازمان پېژندل کېږي چې د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو د ګډو ګټو د خوندیتوب لپاره حیاتي رول ترسره کوي. دغه سازمان د خپلو سرمشریزو له لارې هڅه کوي څو د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي او ژمنتیا لا پیاوړې کړي او په دې سره خپلو مشترکو موخو ته ورسېږي. د افغانستان اسلامي امارت ته یې هم په سږنۍ ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې او په یاده سرمشریزه کې د ګډون په موخه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی اذربایجان هېواد ته روان شو.
دغه سازمان د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره چې تازه یې د صنعتي کېدو په لور لومړني ګامونه اوچت کړي، ډېر ارزښت لري. افغانستان کولی شي د دغه سازمان له لارې په سیمه کې خپل سوداګریز او ترانزیټي رول په ښه ډول ترسره کړي، څو یې اقتصادي وده، صنعت او خصوصي سکټور پرمختګ وکړي. موږ په همدې مقاله کې د افغانستان لپاره د ایکو سازمان پر اقتصادي ګټو لنډې خبرې کوو.
د ایکو سازمان پېژندنه:
دا سازمان په ۱۹۸۵ کال کې د ایران، پاکستان او ترکیې له خوا د اقتصادي، تخنیکي او فرهنګي همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شو، چې وروسته نور هېوادونه (لکه افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، قزاقستان، قرغزستان او اذربایجان) هم ورسره یوځای شول. دا سازمان د درېیو هېوادونو (ایران، پاکستان او ترکیه) د پخواني سازمان (Regional Cooperation for Development - RCD) پر بنسټ، چې له ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۹ کلونو پورې فعال و، رامنځته شو.
د RCD تر منحل کېدو وروسته، د نويو شرایطو او سیمهییزو اړتیاوو له امله د ایکو اقتصادي همکاریو په نوم نوی سازمان جوړ شو ترڅو د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سیمهییزه همکاري پراخه او پیاوړې شي.
د سازمان هدف:
د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) هدف د خپلو غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، تخنیکي او کلتوري همکارۍ ته وده ورکول دي. دغه سازمان غواړي چې د خپلو غړو هېوادونو تر منځ ګډې سوداګرۍ، پانګونې او دوامداره پرمختګ ته وده ورکړي ترڅو د بېوزلۍ کمولو، د زېربناوو پراختیا او د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره کار وکړي. ایکو د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د زون جوړولو او د اقتصادي یووالي لپاره هم هڅې کوي. د دغه سازمان غړي هېوادونه د همدې سازمان له لارې د اقتصادي او ټولنیزو ننګونو د حل لپاره ګډ کار کوي.
ایکو د سیمه ییزو سازمانونو له ډلې څخه دی چې د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همغږۍ په هدف جوړ شوی دی او نن ورځ د نړۍ په کچه دویم لوی سیمه ییز سازمان ګڼل کېږي چې د سیمې په ثبات کې مهم رول لري.
د افغانستان لپاره د ایکو سازمان ګټې:
ایکو (اقتصادي همکاریو سازمان) د افغانستان لپاره ګټې په لاندې ډول دي:
۱ـ ترانزیټ او سوداګري: ایکو د افغانستان لپاره د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابروي. افغانستان کولی شي په دغه سازمان کې د خپل رول په لوبولو سره منځنۍ اسیا چې د انرژۍ پراخې سرچینې لري، له جنوبي اسیا سره چې انرژۍ ته اړتیا لري، یو له بل سره ونښلوي. په ورته وخت کې افغانستان کولی شي د دغه سازمان له غړو هېوادونو (ایران، پاکستان، ترکیې، تاجکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، قزاقستان، قرغزستان او اذربایجان) سره خپله سوداګري پراخه کړي. افغانستان به وتوانیږي چې یادو هېوادونو ته د وچو او تازه میوو، غالیو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، طبي بوټو او نورو توکو صادرات زیات او نوي بازارونه ورته پيدا کړي. په دې سره به افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې متوازن بیلانس ته نږدې شي.
۲- د زیربناوو پراختیا: ایکو د غړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ شبکې پراختیا ته کار کوي، لکه د ایران – ترکمنستان - قزاقستان ریل پټلۍ او د چین – قرغزستان – تاجکستان – افغانستان - ایران ریل پټلۍ پروژې. دا پروژې د سیمهییز اتصال او اقتصادي ودې لپاره کلیدي رول لوبوي. دا پروژې افغانستان ته له سیمهییزو بازارونو سره د نښلېدو او د ترانزیټي مرکز په توګه د خپل رول پياوړي کولو فرصت برابروي.
۳- د انرژۍ همکاري: د ایکو سازمان یوه موخه د غړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ انتقال دی. په دې برخه کې مهمې پروژې ټاپي او کاسازر دي. ټاپي د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان - هند ترمنځ د ګازو پایپ لاین پروژه ده، چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي. دا د ایکو سازمان د ملاتړ یوه مهمه پروژه ده. دا پروژه د انرژۍ د خوندیتوب او اقتصادي همکارۍ لپاره مهمه ده، چې اوسمهال یې د افغانستان په خاوره کې کارونه په چټکۍ سره روان دي. افغانستان به له دې پروژې ډېر زیات عواید او اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.
کاسا زر بیا له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد پروژه ده، چې د ایکو په چوکاټ کې ترې ملاتړ کیږي. د دې پروژې چارې د افغانستان په خاوره کې شاوخوا ۷۰ سلنه مخته تللې دي او تمه ده چې تر د ۲۰۲۶ کال پورې به یې پاتې چارې هم بشپړې شي. په ایکو سازمان کې د افغانستان په فعال رول لوبېدو سره به د یادو پروژو په تطبیق او بشپړولو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي. د دې پروژو په بشپړېدو سره به په هېواد کې د برېښنا کمښت ستونزه حل او صنعت به وده وکړي.
۴- سوداګریز او ترانزیټي دهلیز: د ایکو سازمان غړي هېوادونه د ایکو سوداګریز او ترانزیټي دهلیز (ECO Trade and Transit Corridor)لري. دا دهلیز د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي او سوداګریزو شبکو د پراختیا لپاره جوړ شوی، چې موخه یې د سوداګرۍ اسانتیا، د ترانزیټي لګښتونو کمول او د ترانسپورټي سیسټمونو پیاوړتیا ده. دا دهلیز د افغانستان، پاکستان، ایران او مرکزي اسیا هېوادونو لپاره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ډېر مهم دی.
۵- بهرنۍ پانګونه: ایکو سازمان د بهرنیو پانګونو د جذب او د اقتصادي پروژو د تمویل لپاره د افغانستان لپاره یو ښه پلیټفارم دی، چې د اقتصادي ودې او بېوزلۍ کمولو لپاره مهم دی. افغانستان کولی شي د دغه سازمان له لارې د لویو پراختیايي پروژو، صنعت او ترانسپورټ په برخه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو پانګونه جذب کړي. اسلامي امارت د افغانستان د راتلونکي اقتصادي ودې په موخه د موجودو منابعو همغږي کولو، د صنعت او خصوصي سکټور د ملاتړ، د بېکارۍ کچې کمولو او همداراز د زېربنا د بیارغونې په موخه د ملي پراختیا ستراتيژي او همداراز د افغانستان اقتصادي پالیسي جوړ کړي، چې د ایکو سازمان غړو ته په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو د ترسره کولو په اړه لار روښانه کوي.
۶- د سوداګرۍ خونې او صنعتي اتحادیې: ایکو سازمان د (Economic Cooperation Organization)په نوم د غړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو او صنعتي اتحادیو یوه ګډه اداره لري، چې موخه یې د ایکو غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې زیاتوالی، د سوداګرو، صنعتکارانو او تجارانو ترمنځ د اړیکو ټینګښت، ګډې پروژې، نندارتونونه او د کاري فرصتونه برابرول، د خصوصي سکټور د همکاریو ملاتړ او د سیمې د اقتصادي همغږۍ په پراختیا کې مرسته کول دي. افغانستان کولی شي له دې لارې په ډېرو برخو کې اقتصادي لاسته راوړنې ولري.
۷ـ د ایکو کلتوري انسټیټیوټ(ECI): د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې، علمي همکاریو او تعلیمي پروګرامونو د ودې لپاره کار کوي، لکه د زدهکړیالو او څیړونکو لپاره د ورکشاپونو او بورسونو تنظیمول. په سیمه ییزو همکاریو کې د ایکو سازمان غړي هېوادونه د ودې او پرمختګ په حال کې دي او د تحصیل کچه یې لوړه ده. افغانستان د دغه سازمان له لارې کولی شي افغان ځوانانو ته په مختلفو برخو کې تحصیلي زمینې برابرې او همداراز په بېلابېلو برخو کې د یادو هېوادونو تخنیکي همکاري راجلب کړي.
۸ـ د اوبو مدیریت او اقلیمي بدلون: ایکو سازمان د اوبو مدیریت، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې او د دوامداره کرنې په برخه کې هم پروژې پرمخ وړي. افغانستان کولی شي د اقلیمي بدلون او وچکالۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، د نشهیي توکو د بدیلو کښتونو او همداراز د اوبو مدیریت په برخه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو همکاري راجلب کړي.
پایله:
د ایکو غړي هېوادونه په ترانسپورت، انرژۍ، سوداګرۍ او کلتوري همکارۍ کې ډېر پرمختګونه لري. دا پرمختګونه د سیمهییزې همکارۍ، اقتصادي ودې او د غړو هېوادونو ترمنځ د نښلونې لپاره مهم دي. د افغانستان لپاره اړینه ده چې له یادو برخو څخه د ګټې اخیستنې لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې او د پروژو په پلي کولو کې ونډه زیاته کړي.
افغانستان باید په ایکو سازمان کې د خپل جغرافیایي موقعیت، اقتصادي ظرفیتونو او سیمهییزو اړتیاوو پر بنسټ خپل هدفونه تعقیب کړي. دا هدفونه باید د اقتصادي ودې، ترانزیټي ونډې، د انرژۍ خوندیتوب، زیربناوو پراختیا او سیمهییز ثبات پر محور ولاړ وي. د دې هدفونو د ترلاسه کولو لپاره، افغانستان باید په ایکو سازمان کې فعال رول، د پروژو په پلي کولو کې ګډون او د غړو هېوادونو سره نږدې همکاري وکړي.