هر شرکت د تیر (TIR) کنوانسیون د اصولو پر بنسټ افغانستان د تیر (TIR) عملیې د پيل او پای هېواد په توګه ټاکلی شي

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۴۴

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د هېواد په ګمرکونو کې د تیر (TIR) عملیې د پيل او پای ټاکلو موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه. له هراړخیز بحث وروسته نظر ورکړل شو، چې د تیر (TIR) کنوانسیون د اصولو پر بنسټ هر شرکت چې وغواړي افغانستان خپل د تیر (TIR) عملیې د پيل هېواد ټاکلی شي او د ګمرک له لوري یې د بار تر تشریح او قانوني پروسې وروسته له افغانستان څخه د تیر (TIR) عملیه پيل شي.

دغه نظر د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS