د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د لیدنې پرمهال د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم
اما بعد فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم
د مجلس ټولو ښاغلو ګډونوالو ته!
السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
له هرڅه وړاندې د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د هغه په مشرۍ راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وایم. د خوښۍ ځای دی چې تاسو په کابل کې ګورو، هرکله راسئ!. هیله ده چې ستاسې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړتیا کې مهم ګام ثابت سي.
تاسې ته بهتره معلومه ده، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ ژور تاریخي، دیني، مذهبي، ژبني او جغرافیوي مشترکات شتون لري. دا نه یوازې زموږ د ولسونو ترمنځ طبیعي نږدېوالی رامنځ ته کړی، بلکې موږ ته یې دا فرصت هم راکړی، څو پر اساس یې خپل سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مناسبات لا منظم او پیاوړي کړو.
په ځانګړي ډول، له هغه تاریخي تحول وروسته چې شاوخوا څلورکاله وړاندې په افغانستان کې رامنځ ته سو او د اوږدمهاله بېثباتۍ مرحله پای ته ورسېده، اوس موږ د ثبات، امنیت او متقابلې ګډې اقتصادي همکارۍ لپاره نوی فصل پیل کړی دی. دا فرصت باید په اغېزناک ډول وکارول سي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ژورې او با ثباته سي.
موږ باور لرو چې سیمهییز ثبات، اقتصادي پرمختګ، د ترانزیټ او سوداګرۍ پراخېدل او د دواړو ملتونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، زموږ د متقابل احترام، اعتماد او ګډې همکارۍ پایله ده.
د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی، چې له قزاقستان هېواد سره د ټولو هغو همکاریو د پراخېدو لپاره کار وکړي، چې زموږ د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لامل ګرځي.
همدارنګه، د افغانستان اسلامي امارت د هغې لېوالتیا هرکلی کوي، چې له مخې یې قزاقستان د هرات تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ مهمې پروژه کې پانګونه کوي. دا اقدام، نه یوازې د دوهاړخیزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي، بلکې د ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره هم یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
لکه څنګه چې معلومه ده، قزاقستان د مرکزي اسیا له هغو هېوادونو څخه دی چې د تېلو، ګازو او انرژۍ له غني طبیعي زېرمو څخه برخمن دی. له بلې خوا، جنوبي اسیا د نړۍ له هغو سیمو څخه ده چې تېلو، ګازو او انرژۍ ته پراخه اړتیا لري.
له همدې امله، افغانستان کولای سي د یوه مؤثر ترانزیټي دهلېز په توګه، قزاقستان ته دا زمینه برابره کړي چې خپله انرژي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدوي.
زه پوره باور لرم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته فرصتونه، اقتصادي اړتیاوې او جغرافیایي موقعیتونه دا ایجابوي، چې افغانستان او قزاقستان باید یو بل ته د مهمو اقتصادي شریکانو په سترګه وګوري.
دواړه هېوادونه کولای سي د کانونو، ترانسپورټ، مخابراتو، انرژۍ تولید، نفت او ګاز او بنسټیزو پروژو په برخه کې ګډ کار وکړي. د دغو همکاریو پیل او مدیریت نه یوازې د دوهاړخیزو اړیکو پراخېدو ته لاره هواروي، بلکې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ثبات، پرمختګ او هوساینې لپاره به هم یوه مثبت ګام وي.
دلته هغو مهمو موضوعاتو ته اشاره کوم چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ ګډ کار پرې روان دی:
- افغانستان له قزاقستان سره د کرنیزو توکو په حفظ او قرنطین موضوعاتو کې د موافقتنامې لاسلیک ته چمتو دی او دغه موافقتنامه یې له قزاق لوري سره شریکه کړې ده.
- افغانستان د قزاقستان اړوند د ازادۍ بانک او زمان بانک لپاره په خپلو بانکونو کې د حساب پرانيستلو اسانتیاوې برابرې کړې دي. همداراز له قزاقستان څخه غوښتنه کوو چې په یادو سویو بانکونو کې د افغانستان اړوند بانکونو حسابونه هم پرانيستل سي.
- ددې تر څنګ غوښتنه لرو چې د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ کې دې د ملي پولي واحدونو څخه استفاده وسي، په دې برخه کې هم د افغانستان بانک له لوري اړوند اسناد ترتیب او قزاق لوري سره شریک سوې دي.
- همدا ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په موخه، افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو لپاره د عملیاتي شرکت په تأسیس کار شروع کړی، چې په لنډ وخت کې به قزاقستان ته معرفي سي.
- د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د نړیوال حمل او نقل او ترانسپورټ په اړه مو د موافقتنامې مسوده ترتیب کړې او اړونده قزاقي مسوولینو سره مو شریکه کړې ده، هیله ده چې دې برخه کې وروستي اقدامات ترسره سي.
- همداراز افغانستان د سیمې هېوادونو سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې همکارۍ ته ژمن دی، په دې اړه مو د څلور اړخیزه هېوادونو واحد مرکز اړوند موافقتنامې مسوده چې افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان به يې ګډونوال وي ترتیب کړې او له قزاق لوري سره شریکه سوې ده، غوښتنه کوو چې په دې برخه کې نور اړوند اقدامات ترسره سي.
- غوښتنه لرو چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ په موخه د افغانستان او قزاقستان په لویو ښارونو کې د افغاني او قزاقي اموالو د خرڅلاو مرکزونه پرانیستل سي، په دې برخه کې اړونده غوښتنه شریکه سوې ده او د عملي چارو پیل ته یې منتظر یو.
- همدارنګه له افغانستان څخه په تېریدونکو ترانزیټي اموالو باندې مو د فیس کمولو په اړه هم جدي کار پیل کړی دی.
په پای کې یو ځل بیا غوښتنه کوو، چې په پورته موضوعاتو په ګډه کار وکړو او دواړه اړخونه د مقابل لوري ستونزو او لار نقشې موضوعاتو ته په کتو مناسبې حل لارې پیدا کړي، څو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳ ميلیارده ډالرو ته لوړ سي او اقتصادي او سوداګریز مناسبات لا ډېر پیاوړي سي.
له توجه څخه مو مننه