په لغمان کې د سوداګریز مارکېټ او په اسلام کلا بندر کې د سوداګریز کمپلکس جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۲:۵۱
په لغمان کې د سوداګریز مارکېټ او په اسلام کلا بندر کې د سوداګریز کمپلکس جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم په لغمان ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو او د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د سوداګریز کمپلکس جوړولو طرحې د تاییدۍ لپاره وړاندې شوې. له هراړخیزې ارزونې وروسته یادې طرحې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د تایید وړ وبلل شوې.

دې غونډې ته په کابل ښار کې د سوداګریز او استوګنیزو مارکېټ جوړولو او همداراز د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ستراتیژیک چوکاټ جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې. د یادو طرحو د هراړخیزې ارزونې لپاره کمېټې وټاکل شوې، څو په ټاکلي وخت خپل راپورونه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې سره شریک کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS