په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۳
په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. له هراړخیز بحث وروسته د تخنیکي کمېټې د سپارښتنو په پام کې نیولو سره یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. د دې طرحې له مخې به پر دېوالونو او د رسنیو له لارې هغه پيغامونه لیکل او خپرېږي، چې خلکو ته د برېښنا سپمولو په برخه کې عامه پوهاوی ورکوي.

د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د کارګرانو ملي اتحادیې د اساسنامې د تعدیل، د یادې اتحادیې جایدادونو د برخلیک معلومولو او همداراز د کاري جوازونو د ورکړې او کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو انتقال پروژې په اړه ټاکل شوو کمېټو خپل راپورونه وړاندې کړل. دغه راپورونه د تخنیکي کمېټې له لوري تایید او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د. . .

BACK TO NEWS