په ننګرهار او تخار ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۱۴
په ننګرهار او تخار ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه تر ځمکې لانډې مارکېټ جوړولو طرحه د تاییدۍ لپاره وړاندې شوه. له هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور پر دغه تر ځمکې لاندې مارکېټ جوړولو ۹۵ میلیون افغانۍ پانګونه کوي، چې ۱۸۳ دوکانونه به ولري.

دې غونډې ته همداراز د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ښاروالۍ په ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د تاییدۍ لپاره وړاندې شوه. له هراړخیز بحث وروسته دغه طرحه تایید شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د یاد سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۴۸ میلیون افغانۍ پانګونه کوي، چې ۱۰۴ دوکانونه به ولري.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دې غونډې ته همداراز د تخار ولایت په تالقان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه. د یادې طرحې د هراړخیزې ارزونې لپاره ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یې مالي او تخنیکي اړخونه و ارزوي او خپل راپور په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۲۴
Background image

پانګونې بین الوزارتي کمېټې کابل کې د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس د سوداګریزو مارکیټونو په طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار او د سرپل ولایت په مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۴۹
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه په بلخ ولایت کې د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۲:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ابو علي سینا بلخي د دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه د ابو علي سینا بلخي دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون. . .

BACK TO NEWS