په نږدې راتلونکي کې به د بخش اباد خاکي بند عملي چارې پيل شي

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۵:۱۰
په نږدې راتلونکي کې به د بخش اباد خاکي بند عملي چارې پيل شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د میزان میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل. د لیدنې پر مهال د فراه ولایت علماوو او قومي مشرانو د فراه ولسونو د اوبو کمښت، برېښنا او ترانسپورټ په برخو کې موجودې ستونزې شریکې کړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د یادو ستونزو د حل په موخه د اړوندو وزارتونو او ادارو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو د موجوده امکاناتو په صورت کې ورته رسېدنه وکړي.

په ناسته کې يادو مسوولینو ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به د بخش اباد خاکي بند او د فراه ولایت له مرکز تر فراه رود پورې د غځېدلي سړک عملي چارې پیل شي او همداراز به هڅه وکړي، څو د وارداتي برېښنا پر مټ او یا هم د خصوصي سکټور له لوري د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې له لارې د دوی د برېښنا ستونزه حل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د لړم میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د خصوصي سکټور له لوري د ښاروالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۳۹
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن ( چهار شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب په ۱۳مه نیټه، د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس ښاغلي میرویس عزیزي او مل پلاوي سره وکتل. 
پ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۸:۵۲
Background image

له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن (سه شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب په ۱۲مه نیټه، له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو په اړه د همغږۍ غونډه په. . .

BACK TO NEWS