له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه وشوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۱۱
له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه وشوه

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو د رئیس په مشرۍ له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه د روان کال د عقرب په ۲۱مه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره  شوه.

په غونډه کې په سکتوري وزارتونو او ادارو کې د تفاهم لیکونو لاسلیک پروسې پر اوسني وضعیت، د ځنډ پر لاملونو او حل‌لارو هر اړخیز بحث وشو. د غونډې ګډونوالو د موسساتو د فعالیتونو د تنظیم او انسجام د شته طرزالعمل پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ  او ویې ویل، په دې سره به اوسنۍ ستونزې حل او پروژې او پروګرامونه به د هېوادوالو له اړتیاوو سره سم پلي شي.

پر یادو موضوعاتو له هر اړخیز بحث وروسته تصمیم ونیول شو، چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دې هر تفاهم‌لیک د موسساتو په طرزالعمل کې د درج شویو ۱۵ ورځو په جریان کې له سکټوري ادارو سره تعقیب کړي، ترڅو ستونزه مشخصه او حل لاره ورته پیدا شي. دغه راز په غونډه کې پر دې هم هوکړه وشوه، چې له سکټوري ادارو څخه دې لومړیتوبونه راټول او له تمویلوونکو او موسسو سره دې شریک شي. درېیم پرېکړه دا وشوه، چې د موسساتو لپاره چمتو شوی طرزالعمل دې ټول ذیدخل اړخونه په بشپړ ډول تطبیق کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۲۱
Background image

د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور په ۲۳ مه د معیار او کیفیت ادارې او یوه نړیوال شرکت ترمنځ څه د پاسه ۴۶ میلیون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۷
Background image

کابل ښار کې د خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزې ودانۍ د جوړولو پر طرحه بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د بایزید روښان خصوصي طبي پوهنتون. . .

BACK TO NEWS