د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۱
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې طرحې بڼه له عامه او خصوصي مشارکت څخه بدیل شرعي عقد ته واړوي، مالي موډل یې د نوي شرعي عقد پر بنسټ اصلاح او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د حضوري چمن په تړاو د یوې معیاري طرحې د وړاندې کولو په اړه هم بحث وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS