د ښوونیزو زده کړو د خصوصي مرکزونو خدمات به معیاري او فیسونه به مناسب وټاکل شي

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
د ښوونیزو زده کړو د خصوصي مرکزونو خدمات به معیاري او فیسونه به مناسب وټاکل شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د پوهنې وزارت اړوند د خصوصي زده کړو ریاست د عوایدو د لوړوالي او غوره مدیریت طرحه او د اړتیا وړ وسایلو او تجهیزاتو د چمتو کولو پروپوزل د بحث لپاره وړاندې شول. له هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه او پروپوزل د تایید وړ وبلل شول او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.

د دې طرحې او پروپوزل په تطبیق سره به د ښوونیزو زده کړو د خصوصي مرکزونو خدمات معیاري، زده کوونکو ته به مناسب فیسونه وټاکل شي او همداراز به یې ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS