د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې کلا د تاریخي او کلتوري ارزښت په ساتلو، د دې کلا د حساسو تونلونو ارزښت ته په پاملرنې سره دې شنې ساحې، عامه او تفریحي ځایونه او ټولې اړینې اسانتیاوې هم په پام کې ونیول شي.
همدارنګه دې غونډې ته د پنبې د کښت او پروسس په موخه د یو کرنیز او صنعتي جامع کمپلکس جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته د اړوندو وزارتونو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د دې طرحې وړاندې کوونکي شرکت ته په مختلفو ولایتونو کې مناسبې ځمکې په نښه کړي او خپل راپور په ټاکل شوې نېټه د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
