دترکمنستان دلومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره د لیدنې پرمهال وینا:

الحمدلله و کفی، و سلام علی عباده الذین اصطفی أما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

د دوست هېواد ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو محترم وزیر او مل پلاوي ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛

خپل دوهم کور افغانستان ته ښه راغلاست، ډېر هرکلی درته وایم، هر کله راسئ.

افغانستان او ترکمنستان دوه ګاونډي او دوست هېوادونه دي، چې ګډ دیني، تاریخي، فرهنګي او اقتصادي مشترکات لري. دغو ګډو مشترکاتو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړې دي.

نن ښه فرصت دی چې د دواړو هېوادونو پر روابطو او اقتصادي موضوعاتو، په ځانگړي ډول ټاپي پروژې، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ، برېښنا او سوداگريزو مسایلو بحث کوو.

د نورو ګډو اقتصادي مشترکانو ترڅنګ د ټاپي پروژه له هغو سترو اقتصادي پروژو څخه ده چې له یوې خوا يې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ د پراختیا او له بلې خوا يې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پياوړتیا زمینه برابره کړې ده.

لکه څنګه چې تاسو په جریان کې یاست، دلتا انټرنېشنل کمپنۍ په ټاپي پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او لاندې موارد یې له موږ سره شریک کړي دي، افغانستان غواړي په دې اړه ستاسې نظر واوري:

لومړی: د طبیعي ګازو د اوږدمهاله پېر د قرارداد لاسلیک او قېمت ټاکل.

دوهم: د ګازو د کلني خرید اندازه تر دېرش (۳۰) میلیارد متر مکعبو پورې ټاکل.

درېیم: د ترکمنستان د «ګالکینیش» لوی ګازي بلاک کې د تولید د ظرفیت د لوړولو په موخه، تر دېرش (۳۰) میلیاردو امریکایي ډالرو پورې مستقیمه پانګونه.

څلورم: د طبیعي ګازو د انتقال د پایپ‌لاین د جوړولو او غځولو بشپړ مسوولیت، د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت تر سپین بولدک ولسوالۍ پورې.

پنځم: له پاکستان سره د جلا هوکړې پر اساس، د ګازو د پایپ‌لاین غځول له سپین بولدک څخه د هند تر پولې پورې او د پاکستان له ګوادر بندر سره یې نښلول.

شپږم: د پاکستان د رسمي غوښتنې پر اساس، د ګازو د یو ستر مرکز او عصري ذخیرې مرکز جوړول د پاکستان په ګوادر بندر کې.

همدارنګه،  د ټاپي پروژې په نتیجه کې افغانستان ته د واردېدونکي ګاز د بیې ټاکل له مهمو او اساسي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي، موږ هیله لرو د قېمت په اړه یې وروستۍ خبره له افغانستان سره شریکه کړئ.

موږ باور لرو چې د ټاپي پروژې پوره تطبیق کولای سي د سیمې د انرژۍ د اتصال، اقتصادي ثبات او دوامدارې همکارۍ په برخه کې بنسټیز رول ولوبوي.

د افغانستان اسلامي امارت له لوري د ټاپ مهمې پروژې لار نقشه نهايي سوې او غوښتنه مو ده چې په دې ناسته کې به د دواړو لورو ترمنځ امضاء سي.

الحمد لله! د نور الجهاد سب سټېشن پروژې کارونه بشپړ سوي دي غوښتنه مو ده چې څومره ژر کیږي د تورغونډۍ-هرات د ریل پټلۍ جوړولو پروژه، بالا مرغاب، خماب او قرقین ته د برېښنا انتقال او د سیمه ییز اتصال نورې حیاتي او پراختیايي پروژې پیل سي. ان شاء الله! په دې برخو کې موږ هر ډول همکارۍ ته اماده یوو.

د ایکو سازمان په څنډه کې د ترسره سوې ناستې پر مهال، د نورو ګڼو موضوعاتو تر څنګ پر دې هم هوکړه وسوه چې تاسې به په شخصي ډول د تور غونډۍ – هرات د رېل پټلۍ د جوړولو پروژې چارې تعقیبوئ او د یادې پروژې د قرارداد د لاسلیک په موخه به افغانستان ته سفر کوئ. له بل لوري له افغانستان څخه قزاقستان هم د دې پروژې تطبیق ته قوي لېوالتیا لري، موږ هلیه‌مند یو چې افغانستان ته به په لنډ ممکنه وخت کې په دې اړه خپل دريځ واضح کړئ.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو پروژو له اساسي موخو څخه یوه هم د کاري فرصتونو ایجاد دی په دغه برخه کې ستاسو ځانګړې پاملرنه غواړو تر څو افغانانو ته په کې د کار زمینه برابره سي.

همدارنګه زه باور لرم چې افغانستان او ترکمنستان شته فرصتونو او اړتیاوو ته په کتو سره په سیمه کې ښه اقتصادي شریکان جوړېدای سي او اړتیا لیدل کېږي چې دواړه دوست هېوادونه د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمه‌ییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې یوځای کار وکړي، چې په نېږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو په اقتصادي ثبات، پراختیا او ښېرازۍ کې مؤثر رول ولوبوي.

همدا ډول ترکمنستان هېواد د کرنې په سکټور کې هم پرمختګ کړی دی. اسلامي امارت غواړي چې د کرنې په برخه کې د دې هېواد له تجربو ګټه پورته کړي، هیله لرم چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه په دې برخه کې په ګډه کار وکړي.

څرنګه چې د ګډې سوداګرۍ د پياوړتیا یو اساسي عامل بانکي تعاملات او اسانتیاوې دي، نو غوښتنه کوو چې په عشق اباد او کابل کې دې بانکي څانګې پرانیستل سي، څو سوداګر له ډېرو ستونزو او سرګردانیو خلاص سي.

په پای کې یو ځل بیا د دوست هېواد ترکمنستان له همکاریو او د افغانستان په اړه د ښه نیت لرلو له امله مننه کوم او هیله لرم چې د یادو سویو او نورو موضوعاتو په برخه کې شته ګډ تخنیکي کاري ټیمونه به ګډ کار او ښه همکاري سره ولري.

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته