د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز مارکېټ او په لومړۍ ناحیه کې هم د سوداګریز مارکېټ جوړولو او همداراز د معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

له بحث وروسته یادې طرحې اړوندو ادارو ته راجع شوې او سپارښتنه ورته وشوه، چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره یې مالي او تخنیکي تحلیلونه ترسره او راپورونه یې په ټاکلو نېټو کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS