په فاریاب کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پيل شوې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۲۶
په فاریاب کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه په فاریاب ولایت کې د برېښنا د توزیع او انتقال درې پروژې پرانیستل شوې. په دې پروژو کې د فاریاب ولایت له مرکزي سب‌سټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټ د برېښنا انتقالي لین غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ سب‌سټېشن جوړول، د بلچراغ ولسوالۍ د ۱۸ او په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د پنځه مېګا ولټ-امپير ظرفیت لرونکو ټرانسفارمرونو له لارې د برېښنا د توزیع شبکو پراخول شامل دي.

پر یادو پروژو یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له لوري یې مالي تمویل کېږي او ټاکل شوې، چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په درېیو کلونو کې بشپړې شي.  د یادو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې خلکو د برېښنا ستونزې راکمې او اسانتیاوې به ورته رامنځته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS