محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ابو علي سینا بلخي د دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون پرانیسته وکړه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن سهشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه د ابو علي سینا بلخي دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د وینا پرمهال خوښي څرګنده کړه، چې د افغانستان د درملو سکټور د پياوړتیا په برخه کې لازم اقدامات شوي او اوسمهال د هېوادوالو اړتیاوې تر ډېره له کورني تولید څخه پوره کېږي. هغه زیاته کړه، د بهرنیو فشارونو او اقتصادي بندیزونو په مقابل کې تر ټولو مؤثره لار د کورني تولید پياوړي کول او د هغه ملاتړ دی. محترم ملا صاحب وویل، په دې وروستیو کې د درملو د وارداتو کمول د دې سبب شول چې د افغانستان د درملو سکټور په کم وخت کې ډېره وده وکړي او هېوادوال د بهرنیو درملو پرځای له کورنیو درملو استفاده کوي. هغه زیاته کړه، د هېواد اړتیا ته په کتو، دغه لاسته راوړنې کفایت نه کوي، بلکې اړتیا ده چې د درملو تولیدي فابریکې لا ډېرې معیاري او د منل شوو معیارونو مطابق خپلو تولیداتو ته پراختیا ورکړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د درملو سکټور د پياوړتیا په برخه کې د دغه نندراتون جوړول مهم وبلل او د روغتیا سکټور له ټولو مسوولینو او هېوادوالو یې وغوښتل چې په خپلو کورنیو درملو باور او له هغو استفاده وکړي. حاجي ملا صاحب همداراز له سوداګرو او درملو پلورونکو هم په جدي ډول وغوښتل چې درمل په لوړه بیه ونه پلوري او له احتکار څخه لاس واخلي. محترم ملا صاحب په دې برخه کې له اړوندو امارتي ادارو او مسوولینو په کلکه وغوښتل چې د داسې کړنو جدي مخنیوی وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. هغه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت یې ترڅنګ ولاړ دی، د پانګونې پروسو پر رالنډولو کار روان دی او په تدریجي ډول به الیکترونیکي سیسټم رامنځته شي.
محترم ملا صاحب همدارنګه وویل چې اسلامي امارت یوازې پر داخلي اقتصاد تمرکز نه کوي، بلکې د سیمهییز او نړیوال اقتصادي اتصال په برخه کې هم له هېوادونو سره پياوړې اړیکې غواړي او په خبره یې، اوسمهال د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي تعاملات زیات شوي.
د ابو علي سینا بلخي دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون کې د درملو لسګونو تولیدي فابریکو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل، چې څلور ورځې به دوام وکړي. اوسمهال په ټول هېواد کې د درملو ۱۳۴ تولیدي فابریکې فعالیت کوي، چې ۱۱۷۰ قلمه درمل تولیدوي. په دې فابریکو کې ۴۵۰ میلیون ډالر پانګونه شوې، چې د هېواد ۳۸ سلنه اړتیا پوره کوي. دغه کچه اته میاشتې وړاندې ۲۵ سلنه وه، چې د بهرنیو درملو د وارداتو په کمولو سره کورني تولید د پام وړ پرمختګ وکړ.
