تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته ۴۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
له بحث وروسته د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې شوې او په ۲۰ پروژو کې یو لړ اړین تعدیلونه منظور شول. همداراز د دوه پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. د دوه پروژو قراردادونه له دې کبله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه یې د قراردادونو مطابق تطبیق ته چمتو نه وو. دغه شرکتونه له همدې امله د محرومیت کمېټې ته معرفي شول.
په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک د اوبو ذخیروي بند، د بغلان ولایت د کېله‌ګي بند د جیوټیکنیکي مطالعاتو او په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې د پاتې چارو بشپړول، د امو سیند نفتي حوزې د نفتو د زېرمه کولو لپاره د لس زره ټنه ظرفیت لرونکو تاسیساتو ډیزاین او نصب، د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز عمومي روغتون جوړول، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د باروړونکو موټرونو لپاره د ترمینل جوړول، د کابل ښار یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو بشپړول شامل دي.
یادې منظورې شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې تمویلېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د نندارتون پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د افغانستان نړیوال ننداتون مرکز کې په هېواد کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱.۳ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS