د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ نندارتون ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا
الحمدالله وکفی والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد
فأعوذ باالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَائِبَيْنِ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ
د ریاست الوزراء محترم اداري مرستیال، د کابینې قدرمنو وزیر صاحبانو، د بهرنیو هېوادونو ښاغلو استازو، د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت مسئولینو، د رسنیو استازو او ټولو حاضرو میلمنو ته؛
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خدای دې وکړي چې ټول به پخیر یاست.
تر هر څه مخکې په دې وروستیو کې د موسمي بارانونو او سیلابونو له امله د ګران هېواد په مختلفو سیمو په خاص ډول نورستان ولایت کې زیانمنو سوو کورنیو ته چې زیات ځاني او مالي زیانونه ورته رسیدلي دي، تسلیت وایم، د پېښو شهیدانو ته د الله تعالی له دربار څخه لوړ جنتونه او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړم.
قدرمنو حاضرینو؛
نن ورځ ډېر د خوشالۍ ځای دی چې په افغانستان کې په لومړي ځل د ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې یو مهم نندارتون په لاره اچول کېږي. د دې مهم ګام له امله ټولو هېوادوالو ته ډېره مبارکي وایم او د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت له محترمو مسؤلینو مننه کوم چې د دې مهم کار لپاره یې زمینه برابره کړې ده.
دا یو واضح حقیقت دی چې په اوسني عصر کې د ټیکنالوژۍ پرمختګ او د اړیکو د ټینګولو وسایل د هېوادونو د مهمو لومړیتوبونو په سر کې قرار لري؛ اوسنۍ نړۍ د پرمخ تللو ټیکنالوژیو له لارې د سیالۍ او پرمختګ ډګر ګرم ساتلی.
د عصر د غوښتنې مطابق د تکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې پرمختګ کول زموږ ستر مسؤلیت دی او د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې په تدریجي توګه له خپلو موجوده امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې ځان په دې برخه کې له سیمې او نړۍ سره سیال کړي.
زموږ ګران هېواد د خپل جغرافیوي موقعیت له مخې په دې برخه کې د سیمې د یوې اتصالي نقطې په توګه مهم رول لوبولی سي او کولی سي چې جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا سره د ډېټا د ټرانزیټ په برخه کې وتړي.
د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځل حاکمیت راپدېخوا د مخابراتو او ټیکنالوژۍ سکتور په برخه کې ګڼ پرمختګونه سوي دي، د ډیجیټلي حکومتولۍ په برخه کې مهمې لاسته راوړنې لرو؛ همدا څو اوونۍ وړاندې د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت له لوري د امارتي ادارو لپاره د رسمي اسنادو جوړ سوي سیستم په تطبیق پیل وکړ؛ چې له دې سره به کارونه اسان او وخت سپما سي. د پیچلو مرحلو د ساده کولو په برخه کې هم یو بې ساری اقدام سوی دی چې له مخې به یې د اسنادو د طی مراحل اوږدې پروسې اسانه سي. ان شاءالله تعالی
همداراز له کلونو کلونو راهیسې د هېواد محرومې سیمې تر پوښښ لاندې راغلې دي؛ چې هم د ګرانو هېوادوالو ستونزې ورسره حل سوي دي او هم د حکومتولۍ او کنترول په برخه کې بهبود ورسره راغلی دی. باور لرو چې په دې برخه کې به کارونه لا چټک او معیاري کېږي.
نن ورځ تاسې وینئ چې د افغانستان د ټیکنالوژۍ صنعت د نمایش په موخه په ګڼو غرفو کې اړوند وسایل د نندارې په موخه اېښودل سوي دي؛ دا لومړی ځل دی چې د ټیکنالوژۍ د فرهنګ د ترویج او بهبود په برخه کې داسې مهم ګام اخیستل کېږي.
قدرمنو هېوادوالو او د ځوان نسل زده کوونکو!
تکنالوژي د نورو سکتورونو په څېر یو له مهمو او اساسي برخو څخه ګڼل کېږي؛ چې په کارونو کې شفافیت، د عوایدو سم مدیریت، د وخت سمپا، د پروسو اسانتیا او په چارو کې د خطا کمول تضمینوي. د نننۍ نړۍ په خوله کې پسته ژبه خو په سینه کې یې د کاڼي غوندې زړونه دي، که غواړو له نړۍ سره مساوي یا له هغو مخته تګ وکړو، نو د ژوند په هره برخه کې د پرمختللي ټیکنالوژۍ له صنعت څخه هېڅ چاره نه لرو. دا مسئولیت هم شرعا او هم اخلاقا موږ او تاسې ته راجع دی چې دلته هم ځانونه له نړۍ سره سیالان کړو.
نننی نندارتون د افغان ځوانانو د استعدادونو د ودې، د دوی له نوښتونو څخه د ملاتړ او د تخنیکي پروګرامونو له لارې د هېواد د مبتکر نسل لپاره اړین ګام ګڼل کېږي او هیله لرم چې د داسې نندارتونونو په اساس به د امارت، خصوصي سکتور، علمي بنسټونو او نوښتګرو ځوانانو ترمنځ همکاري زیاته او ګران هېواد به د ټکنالوژۍ او ډیجیتلي پرمختګ په ډګر کې نور هم مخکې ولاړ سي.
درنو هېوادوالو!
موږ ستاسې درد او له بېکارۍ غوندې ستونزو څخه کړاو درک کوو. د بې روزګارۍ د پدیدې د له منځه وړلو لپاره له ټولو شته امکاناتو په کار اخیستلو هڅه کوو. خو ډېرې ستونزې سته چې زموږ فعالیت محدودوي او پر مخ مو خنډ ګرځي. بیا هم، داغسې ناست نه یو، او له هرې مشروع ممکنې لارې کوشش کوو چې تاسې ارام، سوکاله او باعزته ژوند ولرئ. په همدې او د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې په موخه مو لله الحمد په هېواد کې د زیربنا په برخه کې سترې اقتصادي پروژې روانې دي، د خصوصي سکتور د فعالیتونو د اسانتیا لپاره مو مالیاتي تخفیفونه او معافیتونه وضع کړي دي؛ د سیمې له هېوادونو سره مو تجارتي مناسبات ورځ تر بلې پیاوړي کېږي، او په ټوله کې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې سنجیده او کوټلي ګامونه اخیستل کېږي.
په پای کې یو ځل بیا هم د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت له محترمې رهبرۍ او تخنیکي همکارانو څخه مننه کوم او په ټینګار غوښتنه کوم چې دې مهمې برخې ته توجه لا ډېره کړي.
والسلام علیکم ورحمة الله و برکاته