د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهمنامه لاسلیک شوه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات ولایت په تورغونډۍ کې د افغان ګاز امارتي شرکت او ترکمن ګاز ترکمني شرکت ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو د پيرلو تفاهمنامه لاسلیک شوه. د دې تفاهمنامې له مخې به د ګازو قیمت، د ګازو د اړتیا کچې معلومولو او همداراز د ګازو توزیع پروسه مشخصه شي.
