ګلبهار سیمنټو تولیدي فابریکې بنسټ ایښودنې غونډې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الحمدلله و کفی و السلام علی عباده الذین الصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم   

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ

د هرات ولایت محترم والي صاحب، د امارتي ادارو محترمو مسؤلینو، قدرمنو مشرانو، مجاهدینو، د رسنیو استازو، مېلمنو او ټولو حاضرینو ته؛

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

د خوشحالۍ ځای دی، چې نن د عصر د یوې مهمې اړتیا له مخې په ګران هېواد کې د سمېنټو د تولید او خودکفایۍ په برخه کې یو بل مهم ګام اخلو او په هرات ولایت کې د ګلبهار سمېنټو د نوې تولیدي فابریکې د جوړولو د بنسټ ډبره ږدو.

له هرڅه وړاندې ټولو هېوادوالو ته د دې مهمې فابریکې د جوړولو د عملي چارو د پیل له امله مبارکي وایم او له ټولو اړوندو ادارو څخه مننه کوم چې دې برخه کې یې هلې ځلې کړې دي.

قدرمنو حاضرینو؛

صنعتي کېدل د هر هېواد د لویو اهدافو په سر کې قرار لري؛ هغه هېوادونه چې په مختلفو برخو کې تولیدي فابریکې لري، نه یوازې په کور دننه د هېوادوالو اړتیاوې پوره کوي، بلکې خپل اضافي تولید نورو هېوادونو ته هم صادروي. تولیدي فابریکې د هېواد د ملي تولید او ملي عوایدو په لوړیدو او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او متوازنه وده کې بنسټیز رول لوبوي.

دا چې نن ورځ په هرات ولایت کې د ګلبهار سمېنټو د نوې تولیدي فابریکې د جوړولو عملي چارې پیلیږي، دا د سمېنټو د تولید په برخه کې د ځان بساینې او صنعتي کېدو پر لور یو مهم اقتصادي ګام ګڼل کېږي؛ چې پر بهرنیو وارداتو د هېواد تکیه راکموي، د ودانیزو چارو او زیربناء په رغولو کې اغېزناک تمامیږي، د سمېنټو په نرخونو کې ثبات رامنځته کوي، د اسعارو د بې رویه خروج مخه نیول کېږي، ډېر شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه مساعدوي او په لویه کې دا ډول پروژې د یو صنعتي افغانستان خوبونه په واقعیت بدلولی سي.

د ګلبهار د سمېنټو د تولید دا فابریکه به په ورځ کې څلور زره ټنه تولیدي ظرفیت ولري؛ چې پنځه زره هېوادوالو ته به پکې مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه وموندل سي او د اتلسو میاشتو په جریان کې به یې د جوړولو ټولې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل سي. ان شاء الله تعالی.

ګرانو حاضرینو؛

افغانستان د طبیعي زیرمو او د سوداګریز اتصال له اړخه په سیمه کې یو له غني او مهمو هېوادونو څخه شمېرل کېږي؛ چې په خپلواکه توګه د هېواد د جغرافیې پایداره مدیریت په تېر کې هم د افغانستان د اقتصادي او سیاسي بقا لپاره ډېر مهم و او اوس هم دا ناتمام او نیمګړی فصل جدي پاملرنې، قوي اقتصادي او سیاسي ارادې ته اړتیا لري.

د افغانستان اسلامي امارت د خپلو شته امکاناتو او ملي بودجې څخه په اغېزناکه ګټې اخیستنې په مسلسله توګه هڅه کوي، چې د هېواد اقتصادي زیربناء ورغوي او په دې برخه کې پیاوړي او ستراتیژیک ګامونه پورته کړي. د معاصرو اقتصادي اړیکو له نظره موږ د خپل هېواد سیاسي او اقتصادي جغرافیې ته د اقتصادي او سوادګریزې دروازې په سترګه ګورو؛ جغرافیوي سرحدونه مو د سوداګریزو اړیکو او مناسباتو په مرکزونو بدل کړي دي؛ د سرحدي خطرونو کچه مو صفر ته راټیټه کړې ده، هېڅ وخت مو هڅه نه ده کړې چې سوداګري د سیاسي مسایلو سره وتړو؛ تل هڅه کوو چې د مناسبې اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو ته دوام ورکړو.

لله الحمد هېواد مو له امنیت څخه برخمن دی؛ د داخلي او بهرنیو پانګونو لپاره له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره ده؛ مالیاتي تخفیفونه، معافیتونه او نور اړین تسهیلات زیات سوي دي او لا ډېره هڅه کوو چې د مالي او بانکي محدودیتونو اغېزې راکمې کړو او شته ستونزو ته مناسبې حل لارې ومومو.

محترمو حاضرینو؛

په دې کې هېڅ شک نسته چې افغانان واحد ملت دی؛ درد، غم او خوشحالۍ یې سره شریکې دي؛ دلته هېڅ څوک له یو او بل څخه بېل نه دي. دې ملت ته د افغانستان معاصر تاریخ دا ثابته کړې ده، چې چا  ورسره ظلم کړی او چا یې په زخمونو پټۍ اېښي دي؛ ولس مو هوښار دی او له ترخو تجربو یې زده کړه کړې ده. له یوې خوا د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ټولې جغرافیې اوسنی ارام وضعیت ساتلی سي او له بل لوري زموږ ولس هم نور شر اچوونکو کړیو ته په خپله خاوره کې اجازه نه ورکوي.

په پای کې د یادې فابریکې د جوړولو په برخه کې له ټولو اړوندو اړخونو څخه په ټینګار غوښتنه کوم، چې ټولې چارې د منل سویو معیارونو سره سمې په پوره امانتدارۍ پرمخ یوسي او له هر ډول کاري او تخنیکي غفلت څخه ډډه وکړي.          الله تعالی مو د دواړو دارینو نیکمرغي او سعادت نصیب کړه!

و السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته