د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي پروژو د لومړیتوب بندۍ، د لویو اقتصادي پروژو د مالي ملاتړ لپاره د صندوق جوړولو پر طرحې، په هېواد کې د بېکارۍ کچې راټیټولو او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو. له بحث وروسته د یادو موضوعاتو په اړه لازم تصامیم ونیول شول.
