محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کندز کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۹
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کندز کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري، نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۶مه نېټه، په کندز ولایت کې د (ختیځ لمر) اوسپنې ویلې کولو فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په لومړي سر کې د کندز اوسیدونکو ته د دې مهمې فابریکې د فعالیت د پيل مبارکي وویله او د اسلامي نظام د راتګ په برخه کې یې د دې شریف ولس د قربانیو قدردانی وکړ. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د دې صنعتي فابریکې د فعالیت په پيل سره به په کندز ولایت کې نوي کاري فرصتونه او اقتصادي پراختیا رامنځته شي. د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت پوره هڅه کوي چې په ټول هېواد کې بنسټیزې پروژې تطبیق او هیوادوالو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي. 
د یادونې وړ ده چې د ختیځ لمر اوسپنې ویلې کولو فابریکه کې د یو بهرني شرکت له لوري ۸.۶ میلیون ډالر پانګونه شوې چې په ورځني ډول د ۳۰۰ ټنه ګول سیخ د تولید ظرفیت لري. په دغه فابریکه کې له ۳۰۰ زیاتو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS