محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کندز کې د لوی صنعتي پارک د بنسټ ډبره کیښوده
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۶مه نېټه، د کندز ولایت په ابدان دښته کې د لس زره جریبه په مساحت د (عبدالرحمن بن سُمره) صنعتي پارک د بنسټ ډبره کیښوده.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند دغه صنعتي پارک د هېواد د اقتصادي ودې، صنعتي پراختیا او د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې مهم ګام یاد کړ. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د ایجاد او د هیواد د صنعتي ودې لپاره په مختلفو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو لپاره ځمکې ځانګړې کړي، چې د عملي چارو د پيل په دوام یې نن په کندز کې پرانیسته کوو.
محترم ملا صاحب وویل چې افغانستان د تولید، پروسس او بستهبندۍ لپاره ډېر مواد لري او په ځینو برخو کې د تولید کچه زیاته او د صادراتو زمینه یې برابره شوې ده. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل "پر وارداتو د تکیې راکمېدو لپاره باید تولید پياوړی، بڼه یې معیاري او صنعتي فعالیتونه پراختیا ومومي."
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو، سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي او په خبره یې، اوس د پانګوالو او صنعتکارانو لپاره ښه فرصت دی، چې له دې فرصتونه ګټه واخلي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. د محترم ملا صاحب په وینا، په وروستیو کې د کورنیو پانګوالو ترڅنګ ګڼو بهرنیو پانګوالو هم په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې پيل کړې دي او اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته امتیازات منلي او په ډېرو برخو کې یې اسانتیاوې ورته رامنځته کړې دي.
په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له اړوندو مسوولینو وغوښتل، چې د دې صنعتي پارک چارې په خپل وخت او د ټولو معیارونو په نظر کې نیولو سره بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندز ولایت په دغه صنعتي پارک کې به د نساجي، درملو، خوراکي توکو، ساختماني موادو، اوسپنې او فولادو او نورو تولیدي برخو کې د پانګونې زمینه برابره شي. په دې صنعتي پارک کې جومات، اداري او سوداګریزې ساحې، روغتون، بانک، مدرسه او ښوونځی او نور اړین خدمات په پام کې نیول شوي دي.
