کندز کې د صنعتي پارک بنسټ ایښودنې مراسمو ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الحمد لله و کفی و سلام علی عبادہ الذین اصطفی
اما بعد
فاعوذ بالله من الشيطان الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
قال الله تعالى: هُوَ أنشأكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا
د افغانستان اسلامي امارت محترمو مسوولینو، پانگوالو او صنعتکارانو او د رسنيو استازو ته!

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!
خوشاله یو چې نن د افغانستان د اقتصادي پرمختگ صنعتي پراختيا او د پانگونې د زمینې د برابرولو په برخه کې د یو مهم او اساسي گام اخیستلو شاهدان یو. په کندز کې د لس زره جريبه صنعتي پارک د جوړیدو د چارو پيل يوازې د يوې اقتصادي ساحې د رامنځته کیدو معنی نه لري، بلکې زموږ د هیواد د اقتصادي هوساینې او سيال کېدو په لور يو عملي گام دى.
اسلامي امارت د کاري فرصتونو د ایجاد او د هیواد د صنعتي ودې لپاره د هیواد په مختلفو ولايتونو کې صنعتي پارکونو ته ځمکې ځانگړې کړې دي. د عملي چارو د پيل په دوام يې نن له نیکه مرغه په کندز ولایت کې پرانیسته کوو.
افغانستان په ډېرو برخو کې پر وارداتو متکي دی. د دې لپاره چې د وارداتو اړتيا راکمه او
تولید پیاوړی کړو ، ضروري ده چې صنعتي فعاليتونو ته پراختيا ورکړل سي.
درنو حاضرینو!
اسلامي امارت د هیواد له طبيعي سرچینو او بشري ظرفيتو څخه د مؤثرې استفادې او بې کاری کچې کمولو په موخه گڼ گامونه اخيستي او لا هم جريان لري.


د هیوادونو د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د کورني توليد پياوړتيا او پراختيا ډيره ضروري ده چې کاري فرصتونه هم ورسره را منځته کیږي افغانستان د تولید پروسس او بسته بندی لپاره ډیر مواد لري. په ځینو برخو کې زموږ کورنی تولید د پام وړ زیات سوی او حتی د صادراتو زمینه یې برابره کړې ده خو دا کافي نه ده باید په نورو برخو کې هم د کورني تولید کچه لوړه، د وارداتو اړتيا راكمه او د توليداتو كيفيت معياري كړو.
صنعتي پارکونه د کورني تولید د پراختیا، د پانگونې د جذب او د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبوي. د کندز ولایت په دې صنعتي پارک کې به د نساجی، درملو، خوراکي توکو، ساختماني موادو، اوسپنې او فولادو او نورو توليدي برخو کې د پانگونې
زمینه برابره سي.
دا پارک به اړینې خدماتي او زيربنايي اسانتياوې ولري. جومات، اداري او تجارتي ساحې، صحي ،مرکز بانک مکتب او مدرسه او نور اړین خدمات په پام کې نيول سوي دي.

 محترمو صنعتکارانو او پانگوالو!
افغانستان د طبيعي سرچينو، بشري ظرفيتونو او مناسب جغرافيايي موقعيت له پلوه د پانگونې پراخ فرصتونه لري ځوان بشري ځواک لري، چې د هیواد د آبادۍ لپاره ترې کار اخيستل
کیدای سي.
د اسلامي امارت په راتگ سره د . اقتصادي فعالیتونو، سوداگرۍ او پانگونې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته سول. اوس د ټولو پانگوالو او صنعتکارانو لپاره ښه فرصت دی چې په افغانستان کې پانگونه وکړي. اسلامي امارت ورته امتيازات منلي دي او په ډیری برخو کې
یی اسانتياوې ورته رامنځته کړي دي.
محترمو هیوادوالو!
په وروستیو کلونو کې د کورنیو پانگوالو ترڅنگ گڼو بهرنیو پانگوالو په بېلابېلو برخو، خصوصا د انرژۍ، کانونو او درملو په سکتورونو کې يې پانگونه کړې. د دې پانگونو دوام
ښيي چې په افغانستان کې د پانگونې لپاره ښه فرصتونه سته، اسلامي امارت د ټولو پانگوالو د اصولي فعالیتونو ملاتړ کوي او د پانگونې زمینه ورته برابروي. له ټولو کورنیو او بهرنیو پانگوالو او صنعتکارانو غوښتنه کوم چې پـ په افغانستان له موجود و
فرصتونو څخه استفاده وکړي او په توليدي او صنعتي برخو کې پانگونه وکړي. په پای کې د دې مهمې پروژې د عملي چارو د پيل مبارکي ټولو هیوادوالو، پانگوالو او صنعتکارانو ته وایم هیله لرم چې دا صنعتي پارک به د کندز او د هیواد د صنعت، تولید، کارموندنې او اقتصادي ودې په برخه کې د يو مهم مرکز رول ولوبوي.
له اړوندو مسوولینو غوښتنه کوم چې د دې صنعتي پارک چارې په خپل وخت او د منل سويو معيارونو په نظر کې نیولو سره بشپړې کړي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبركاته