په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ترانسپورټي زېربناوو جوړول او بیارغونه
قیس احمد
سریزه
ترانسپورټ او یا هم لېږد رالېږد د یو هېواد د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره خورا مهم دی. تر بازار پورې د کورنیو تولیدي توکو او کرنیزو محصولاتو انتقال، د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ پراختیا، د خلکو تګ راتګ، د نویو بازارونو پيدا کول او په ټوله کې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د رامنځته کېدو، پیاوړي کېدو او پراخېدو لپاره معیاري ترانسپورټي زېربناوې خورا مهمې دي.
د یو هېواد د ترانسپورټ سکټور مؤثریت د لویو لارو، سړکونو، ترانسپورټي ترمینلونو، تیرپارکونو، د تخلیې او بارګیرۍ مرکزونو، هوايي ډګرونو، اوسپنې پټلۍ شبکو، سوداګریزو بندرونو او نورو اړوندو تاسیساتو په شتون او ښه فعالیت پورې تړلی دی.
افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له مخې یو له هغو هېوادونو دی، چې سمندر ته مستقیم لاسرسی نه لري. له همدې کبله د سوداګرۍ، ترانزیټ او تګ راتګ لپاره له ځمکني او هوايي ترانسپورټ استفاده کوي. په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د هېواد په مختلفو سیمو کې د ترانسپورټي زېربناوو د جوړولو، بیارغونې او پراختیا په برخه کې لسګونه مهمې پروژې پيل، یوشمېر یې بشپړې او د ډېرو یې بیا د رغونې چارې دوام لري، چې د لویو لارو او سړکونو، اوسپنې پټلۍ شبکو، هوايي ډګرونو، ترانسپورټي ترمینلونو او تیرپارکونو جوړول او بیارغول پکې شامل دي.
موږ په دې مقاله کې د تېرو پنځو کلونو پرمهال د اسلامي امارت له لوري د هېواد د ترانسپورټي زېربناوو د جوړولو او بیارغونې په برخه کې ترسره شوو او پيل شوو هڅو ته کتنه کړې ده.
د افغانستان ترانسپورټي شبکه
افغانستان په کور دننه د لویو لارو او فرعي سړکونو په واسطه نښلول شوی دی او د سړکونو، اوسپنې پټلۍ شبکو او هوايي ډګرونو په واسطه له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره وصل دی.
په کور دننه د کابل – هرات سړک، د کابل – جلال اباد سړک، د سالنګونو لویه لار او د هرات – غور سړک له مهمو ترانسپورټي لارو څخه شمېرل کېږي. پر دې سربېره د ولایتونو ترمنځ مهم سړکونه، د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ فرعي لارې د خلکو او سیمو د نښلولو مهمه برخه جوړوي.
د دې ترڅنګ د هوايي ترانسپورټ په برخه کې ۲۷ کورني او پنځه نړیوال هوايي ډګرونه د مسافرو، سوداګریزو توکو د انتقال او نورو فعالیتونو لپاره کارول کېږي. په نړیوالو هوايي ډګرونو کې د کابل، بلخ، هرات، کندهار او خوست ډګرونه شامل دي.
د تورغونډۍ، آقینې، حیرتان او هرات – خواف هغه اوسپنیزې کرښې دي، چې افغانستان یې پر مټ له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره تړل شوی دی.
د ترانسپورټي زېربناوو جوړول او بیارغونه
په تېرو پنځو کلونو کې اسلامي امارت په هېواد کې د ترانسپورټي زېربناوو د جوړولو او بیارغونې په برخه کې مهم ګامونه اوچت کړل. په دې کې د لویو لارو، ولایتي سړکونو، هوايي ډګرونو، اوسپنې پټلۍ شبکو، ترانسپورټي ترمینلونو او تیرپارکونو د جوړولو او بیارغونې پروژې شاملې دي.
هوايي ډګرونه
د هوايي ترانسپورټ په برخه کې لومړی پام د کابل نړیوال هوايي ډګر بیارغونې ته وشو. د دغه هوايي ډګر د زیانمنو برخو له رغونې وروسته کورنیو او بهرنیو الوتنو ته د ځمکنیو او هوايي خدماتو د وړاندې کولو تړون د متحده عربي اماراتو له «ګاک» کمپنۍ سره وشو. دغه تړون د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او ګاک کمپنۍ ترمنځ د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې لاسلیک شو.
د دې تړون په لاسلیک کېدو سره د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره په ذکر شوو برخو کې خدمات بېرته په منظم ډول وړاندې او الوتنې پيل شوې. له کابل وروسته د کندهار، بلخ، هرات او خوست نړیوالو او یوشمېر نورو ولایتونو کې د ملکي او نظامي هوايي ډګرونو د بیارغونې او فعالولو چارې هم پيل شوې.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هېواد کې پنځه نړیوال هوايي ډګرونه (کابل، بلخ، کندهار، هرات او خوست) او ۲۷ کورني هوايي ډګرونه فعال دي. له دې هوايي ډګرونو د مسافرو د تګ راتګ او سوداګریزو توکو د انتقال لپاره ګټه اخیستل کېږي.
د اریانا افغان او کام ایر کورنیو هوايي شرکتونو ترڅنګ، یوشمېر بهرني شرکتونه لکه ترکش ایرلاینز، فلای دوبۍ، ایر عربیه، ماهان او نور افغانستان ته الوتنې ترسره کوي. پردې سربېره د افغانستان له هوايي حریم څخه هم په ورځنې ډول ګڼې عبوري الوتنې تېرېږي، چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري ورته هوايي خدمات وړاندې کېږي.
لویې لارې او سړکونه
د افغانستان په ترانسپورټي شبکه کې ډېره استفاده له لویو لارو او سړکونو څخه کېږي. همدې ته په کتو اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې لومړی د لویو لارو لکه سالنګونو، کابل – کندهار، هرات – غور او کابل – جلال اباد دویم لین په ګډون د ځینو نورو مهمو لارو د جوړولو او بیارغونې کارونه پيل کړل.
له دې جملې اوسمهال د کابل – کندهار لویې لارې د بیارغونې کارونه بشپړ شوي، چې هېوادوالو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې، سوداګري غوړېدلې او د دې لارې په اوږدو کې ډېر کوچني کاروبارونه هم پيل شوي دي. د نورو لارو کارونه هم په ښه ډول روان دي، چې هر یو یې د پام وړ پرمختګ لري.
د دې ترڅنګ د ولایتونو ترمنځ د یوشمېر مهمو نښلوونکو سړکونو د جوړولو او بیارغونې کارونه هم پيل شوي دي. له دې جملې د کندهار – ارزګان، کنړ – نورستان، د قوشتېپې–درزاب، د ګردېز–زرمت، د لوګر–میدان وردګ، د بګرام–جبلالسراج دویم لین او د قیصار–لامان حلقوي سړکونه د بېلګې په توګه یادولی شو.
ترانسپورټي ترمینلونه او تیرپارکونه
د ښاري او بینالولایتي ترانسپورټ د تنظیم او معیاري کولو په موخه په تېرو پنځو کلونو کې په یوشمېر ولایتونو کې د ترانسپورټي ترمینلونو او تیرپارکونو جوړولو چارې هم پیل شوې. د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د ښاري او بینالولایتي ترانسپورټي سیستم د معیاري کولو په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۴۰ ترانسپورټي ترمینلونو او تیرپارکونو د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
له دې جملې کابل، کندهار، هرات، بدخشان، بغلان، کندز، بلخ، پروان، سمنګان، فراه، زابل، ارزگان، بامیان، ننګرهار او یوشمېر نور هغه ولایتونه دي، چې پکې په مهمو موقعیتونو او د ترانزیټي لارو اوږدو کې ترمینلونه او تیرپارکونه جوړیږي. په دې سره به د مسافروړونکو او باروړونکو وسایطو تګراتګ په ښه ډول تنظیم شي.
له دې جملې د بېلګې په توګه د کابل – ارغندۍ او هرات – ګذرې ترمینلونو یادونه کولی شو، چې په یو وخت کې د زرګونو مسافر وړونکو او باروړونکو موټرونو د ځایېدو او هغوی ته د خدماتو وړاندې کولو ظرفیت لري. په دې ترمینلونو کې ټولې اسانتیاوې لکه پارکېنګونه، رستورانتونه، د استراحت ځایونه، ورکشاپونه، د اور وژنې سیسټم، د برېښنا سیسټم، مسجدونه، اداري تعمیرونه، شنې ساحې او نور په پام کې نیول شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ شبکې
د ځمکني ترانسپورټ په برخه کې د اوسپنې پټلۍ شبکې هغه کرښې دي، چې افغانستان یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره وصل کړی دی. افغانستان اوسمهال د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او هرات – خواف څلور فعالې اوسپنیزې کرښې لري. د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو مسیرونو مجموعي اوږدوالی ۳۹۶ کیلومتره ته رسېږي، چې په ۱۴۰۴ کال کې پرې ۶.۱ میلیون مټریک ټنه انتقالات شوي. دغه انتقالات په مستقیم ډول ازبیکستان، ایران او ترکمنستان او په غیر مستقیم ډول بیا چین، روسیې، ترکیې او قزاقستان ته ترسره شوي دي. په کې د افغانستان د وچو او تازه میوو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، کرنیزو محصولاتو او یوشمېر نورو توکو صادرات او د نفتي موادو، ساختماني توکو، خوراکي توکو، ماشینالاتو او نورو توکو واردات شامل دي.
له دې فعالو مسیرونو ورهاخوا د هرات–کندهار د ۷۳۷.۵ کیلومتره، کندهار–سپین بولدک ۹۶ کیلومتره او هرات–تورغونډۍ ۱۱۳ کیلومتره اوسپنیزو کرښو د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې هم پیل شوې، چې دا مهال د شاوخوا ۹۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره په ښه ډول روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د تېرو پنځو کلونو پرمهال افغانستان د فعالو څلورو اوسپنیزو کرښو له لارې څه باندې ۲۴ میلیون مټریک ټنه انتقالات شوي.
پایله
په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ترانسپورټي زېربناوو د جوړولو او بیارغونې په برخه کې مهمې پروژې پيل او یوشمېر یې بشپړې شوې. د لویو لارو او سړکونو، هوايي ډګرونو، اوسپنې پټلۍ، ترانسپورټي ترمینلونو او تیر پارکونو جوړول او بیارغول د دغو اقداماتو مهمې برخې دي.
په هېواد کې د سړکونو شبکې بیارغونې او پراختیا د بېلابېلو سیمو د اوسېدونکو ترمنځ د تګ راتګ او د توکو د انتقال په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. له دې ورهاخوا د نړیوالو او کورنیو هوايي ډګرونو او د اوسپنې پټلۍ شبکو بیارغونې او منظم فعالیت له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
د ترانسپورټي ترمینلونو او تیرپارکونو د چارو بشپړېدل به د ښاري او بینالولایتي ترانسپورټ د معیاري کېدو په برخه کې خورا مؤثر او ګټور تمام شي.
په ټوله کې ویلی شو، چې په تېرو پنځو کلونو کې د ترانسپورټي زېربناوو جوړول او بیارغول د کورنۍ سوداګرۍ او تګ راتګ او بهرنۍ سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې خورا مؤثر ثابت شوي او په دې برخه کې د پيل شوو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به په راتلونکي کې د هېواد ترانسپورټي ظرفیت لا زیات او لوړ شي.