د شوراندام سیمنټو فابریکې ګټې اخیستنې مراسمو ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: و علمنا صنعة لبوس لکم

د افغانستان اسلامي امارت د بېلا بېلو ادارو ښاغلو مسؤلینو، قدرمنو مشرانو، مجاهدینو، د رسنیو استازو او ټولو محترمو حاضرینو ته!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

هیله ده چې ټول به روغ او جوړ یاست

خوشاله یم چې په کندهار ولایت کې د کندهار سیمنټو د یوې مهمې فابریکې د تولید د عمل چارو د پیل په مراسمو کې ګډون کوم. له هر څه وړاندې ګرانو هېوادوالو ته د دې مهمې پروژې د عملي چارو د پیل له امله مبارکي وایم او د هېواد د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې د دې ستر ګام له امله د ټولو مسؤلو اړخونو له هڅو څخه مننه کوم.

محترمو حاضرینو؛

موږ هغه وخت دوامداره اقتصادي پراختیا ته رسیدلی سو، چې له خپلو سرچینو څخه پایداره ګټه واخلو او د صنعتي سیاست او وطني پرمختګ په برخه کې محاسبه سوي ګامونه پورته کړو.

زموږ ستراتیژیک او اقتصادي تفکر دا دی، چې افغانستان په تدریجي توګه له مصرفي هېواد څخه په تولیدي هېواد واړوو او د وارداتو د تعویض د مناسبو سیاستونو له لارې داخلي اړتیاوې په کور دننه پوره کړو، په تولیدي پروسو کې ځنځیري ارزښتونه پراخ او د صادراتو کچه لوړه کړو.

زموږ موخه او مسؤلیت د داسې تولیدي نظام رامنځته کول دي، چې اقتصادي منطق ولري او د هېواد د پرمختګ په لړ کې واقعي ارزښتونه رامنځته کړي.

لله الحمد د افغانستان اسلامي امارت د همدې ستر مسؤلیت د ادا کولو لپاره په مسلسله توګه د مهمو او سترو ملي پروژو د تطبیق په برخه کې د پام وړ زمینې مساعدوي.

 

محترمو حاضرینو؛

د کندهار سمیڼتو د تولید فابریکې عملًا خپلې تولیدي چارې پیل کړي دي، چې ورځنی تولیدي ظرفیت یې (۱۵۰۰) ټنه دی او په مستقیم ډول پکې (۱۰۰۰) تنه هېوادوال په کار بوخت دي او په غیر مستقیمه توګه یې زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینې مساعدې کړې دي.

په نېږدې راتلونکي کې به د دې فابریکې د دویم فاز چارې هم پیل سي، چې په بشپړېدو سره به یې د یادې فابریکې ورځنی تولیدي ظرفیت (۵۰۰۰) ټنو ته ورسیږي او ډېر شمېر نورو هېوادوالو ته به هم د کار مستقیمې او غیر مستقیمې زمینې مساعدې کړي.

سیمینټ د زیربنايي چارو لکه د کورونو، سړکونو، پلونو، بندونو، ښوونځیو، روغتونونو، صنعتي پارکونو او نورو پروژو د پراختیا له مهمو ساختماني موادو څخه ګڼل کېږي. افغانستان د زیربنايي چارو د پراختیا، د استوګنیزو اړتیاوو د پوره کولو او د اقتصادي فعالیتونو د پراخولو لپاره په دوامداره توګه ساختماني موادو ته اړتیا لري. په کور دننه د سیمینټو د تولید پراخ ظرفیتونه د هېواد د ساختماني سکتور د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې بنسټیز رول لوبولی سي.

که د کندهار د سیمینټو تولیدي فابریکه په لوړ کیفیت او مناسب قیمت خپل تولید ته ادامه ورکړي، نو د کورني بازار د اړتیاوو د پوره کولو او د وارداتو د یوې برخې د تعویض په برخه کې به عمل ظرفیت رامنځته او د اسعارو د خروج مخه به ونیسي.

زه په ټینګار د فابریکې له مسؤلینو څخه غواړم چې د یو مهم مسؤلیت له مخې خپلې ټولې چارې د منل سویو معیارونو په پام کې نیولو سره په باکیفیته توګه ترسره کړي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته