د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د چین له سفیر وانګ‌یو سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۲:۱۵
China Ambassdor

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر30مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د چین له سفیر وانګ‌یو سره وکتل. محترم ملاصاحب د چین لخوا له افغانانو سره د شوو بشري مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې باید د اقتصادي بیارغونې لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د چین سفیر د افغانستان اسلامي امارت له لوري د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې، د نظامي لیکو د تصفیې، دولتي مامورینو ته د معاشونو د ورکړې او د امنیت په ټینګښت کې یې دې هغوی د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، دوی به د اسلامي امارت سره خپلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۱۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS