چک برښنا بند؛ اوسنی وضعیت، ګټې او پر وړاندې یې شته ستونزې
لیکوال: محمد خالد حکیمي
مقدمه
اوبه د الله تعالی یو لوی نعمت دی، چې انسانانو ته یې ورکړې دي. په ژوند کې ډېر داسې نعمتونه دي، که چېرې انسان ورڅخه محروم شي، بیا هم خپل ژوند ته دوام ورکولی شي. مګر اوبه یوازینی عنصر دی، چې په نشتون سره یې انسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. که د بشر تاریخ ته وکتل شي، ډېری تمدونونه په هغو سیمو کې رامنځته شوي، چې هلته سیندونه او پرېمانه اوبه موجودې وې. په منځني ختیځ کې لومړنی انساني تمدن د فرات او دجلې سیندونو ته نږدې رامنځته شوی دی. دا واقعیت په کلیوالي سیمو کې هم له ورایه ښکاري او ډېری خلک په هغو ساحو کې مېشت وي، چې هلته د اوبو چینې او کاریزونه موجود وو.
له بلې خوا که اوسنیو حالاتو ته پام وکړو، اوبه ورځ تر بلې د انسانانو ترمنځ پر یوه قیمتي عنصر بدلېږي. د صنعتي انقلاب پر مهال د دولتونو پام پنبې د ځان په لوري اړولی و، کټ مټ لکه نن ورځ چې نفتو د خپل ارزښت پر اساس د دولتو تر منځ اړیکې، اقتصاد او سیاست اغېزمن کړي دي. ډېری پوهان په دې باور دي، چې د نفتو ځای په راتلونکي کې ممکن اوبه ونیسي. یعنې له دې وروسته ممکن اوبه په نړیواله کچه د دولتونو تر منځ د خبرو اترو او غونډو پر اصلي محور بدلې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ درې پر څلور برخې اوبو نیولې، خو بیا هم د اوبو د کمښت ستونزه ورځ تر بلې په پراخېږي. لامل یې دا دی، چې له دغو ټولو اوبو څخه انسانان ګټه نشي اخیستی، ځکه د تریووالي اندازه یې لوړه ده. د ځمکې د ټولو اوبو ۹۷٪ سلنه د لویو سمندرونو اوبه دي، چې انسانانو په ژوند کې ترې ګټه نه شي اخیستلی. یوازې ۳ سلنه اوبه د کارونې وړ دي، چې په هغو کې ۲ سلنه یې د ځمکې په شمالي او جنوبي قطبونو کې د یخ په ډول موجودې دي او یوازې ۱ سلنه اوبه د انسانانو د لاسرسي وړ دي.۱له دغو کمو اوبو سره باید پام وشي او بېځایه ونه لګول شي. اوسنیو شرایطو ته په پام سره باید کنټرول او د زیات مصرف مخه یې ونیول شي. په دې برخه کې یوه اغېزمنه او ګټوره لاره په هر هېواد کې د بندونو جوړول دي، ترڅو اوبه ذخیره او وروسته یې له اړتیا سره سمې مصرف کړي.
که د بشر تاریخ وګورو انسانانو له ډېر پخوا څخه دغه اړخ ته پام کړی دی او د خپل وخت او اړتیا سره سم یې بندونه جوړ کړي دي. په سوریه کې د حمص د جهیل بند یې یوه غوره بېلګه ده، چې فرعونیانو له میلاد څخه ۱۳ پېړۍ وړاندې جوړ کړی دی. دا بند دوه کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره لوړوالی لري. ټولې ۲۰۰ میلیون متر مکعبه اوبه زېرمه کوي. تر دې وروسته په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم بندونه جوړ شول او دې لړۍ دوام وکړ، ان تر دې چې تر ۱۹۰۰م کال پورې په نړۍ کې ټولټال ۴۲۷ بندونه رغول شوي وو، چې تر لسو ډېر یې لوی نه وو. په وروستیو دوو پېړیو کې چې کله د اوبو انجنیرۍ علم او تخنیک پرمختګ وکړ، نو د بندونو جوړول هم ورسره ګړندي شول. تر دې چې په ۱۹۵۰م کال کې د نړۍ د لویو بندونو شمېر ۵۲۰۰ ته ورسېد. دا شمیره په ۲۰۱۰م کال کې ۴۵۰۰۰ ته لوړه شوه. د لویو بندونو د نړیوال کمېسیون د شمېرو له مخې په نړۍ کې اوس ۵۸۰۰۰ لوی بندونه دي چې د کرنې، برښنا تولید، د څښاک اوبو د برابرولو، د سېلابونو د مخنیوي او نورو موخو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.۲
په افغانستان کې بندونه
افغانستان سمندر ته لاره نه لري او په وچه کې پروت هېواد دی. له همدې امله تقریباً ټولې اوبه یې د انسانانو د استفادې وړ دي، چې د بندونو په مرسته باید ښې تنظیم او کنټرول شي. په افغانستان کې د کمال خان، سلطان او سردې بند پخواني بندونه دي، چې د تخریب او بیارغونې له امله په تاریخي بندونو کې نه دي ثبت شوي. زموږ په هېواد کې د نویو بندونو جوړولو پروسه د امان الله خان په وخت کې پیل شوه، چې د نوموړي د واکمنۍ له ړنګېدو سره سم دا لړۍ هم ودرېدله. له ۱۹۵۰ وروسته محمد ظاهر شاه د لویو بندونو جوړول پيل کړل، خو پلان یې د حکومتونو د بدلون او جګړو له کبله بشپړ نه شو او تر نن پورې بیا لوی بندونه نه دي جوړ شوي. په افغانستان کې د ټولو بندونو او سربندونو شمېر ۶۲ دی، چې ۱۸ یې د لویو بندونو په کتار کې راځي. د هغو له ډلې ځینې یې په لاندې ډول دي:
۱ـ نغلو برښنا بند: د کابل ختیځ ته په ۷۰ کیلو مترۍ کې پروت دی. د جوړولو کار یې په ۱۳۳۹هـ.ش کال پیل او د ۱۳۴۶هـ.ش کال په جوزا میاشت کې پای ته ورسېد. د نغلو برښنا دستګاه د افغانستان له لویو دستګاوو څخه ګڼل کېږي. په لومړیو کې یې د درېیو توربینونو په مرسته د ۷۶ میګاواټه برښنا ظرفیت درلود، خو د څلورم توربین په فعالولو سره یې د تولید اندازه ۹۷.۵ میګاواټو ته ورسېده. د نغلو بند ۱۰۶ متره لوړوالی لري، چې ۵۳۰ میلیون متر مکعب اوبه پکې ذخیره کېږي.
۲ـ شاه او عروس بند: دغه بند د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې ۹ میلیون متر مکعب اوبه ذخیره کوي او ۱.۲ میګاواټه برښنا تولیدوي. د دغه بند په مرسته ۲۷۰۰ هکتاره زراعتي ځمکه خړوبېږي او د دې ترڅنګ د موسمي سېلابونو په مهارولو، د برښنا په تولید او د کابل ښار اوسېدونکو ته د څښاک پاکو اوبو په برابرولو کې هم مثبت اغېز لري.
۳ـ کجکي برښنا بند :دا بند په ۱۹۵۳م کال کې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې جوړ شو، چې د برښنا تولید په برخه کې د ظرفیت لوړولو لپاره په ۱۹۷۵م کال کې پر دغه بند دوه توربینونه نصب شول، چې هر یوه یې د ۱۶،۵ مېګاواټه برښنا د تولید وړتیا لرله. د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې درېیم توربین هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې له فعالېدو سره سم یې د برښنا تولید ۵۱ میګاواټه ته پورته شو. په دې وروستیو کې یې دویم فاز هم بشپړ شو، چې په دې سره یې د برښنا تولید ټول ظرفیت ۱۵۱ ته لوړ شو.
۴ـ سلما برښنا بند: دا بند د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د ۶۴۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیرې ظرفیت لري. پر دې سربېره دا بند د ۷۵۰۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو او د ۴۲ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا هم لري. د دغه بند د جوړولو کارونه په ۱۹۷۶م کال د پخواني ولسمشر داوود خان په وخت کې د هندوستان د دولت لخوا د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پیل شول. وروسته یې بیا کارونه د داخلي جګړو او شخړو له امله ودرېدل، خو په ۲۰۰۵م کال کې بېرته پیل شول او په ۲۰۱۶م کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
۵ـ کمال خان بند: دا بند د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې په افغانستان کې له مهمو بندونو څخه ګڼل کېږي. د دغه بند کار په ۱۳۴۵هـ.ش کال کې پیل شو، خو په هېواد کې د تېرو جګړو له امله یې کارونه په نیمایي کې پاتې شول. وروسته بیا په ۱۳۹۰هـ.ش کال کې یې کارونه یو ځل بیا پیل شول، چې په څو پړاوونو کې پای ته ورسېدل. لنډه دا چې دغه بند په ۲۰۲۱م کال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
۶ـ پاشدان بند: د پاشدان بند پروژه د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري. د دغه بند د ډیزاین او ساختماني کارونو د بشپړولو قرارداد، له هېوادوال او ایوراسکن آذربایجاني شرکت سره په ۱۳۹۷هـ.ش کال کې شوی دی. دغه بند په کرخ ولسوالۍ کې د ۵۴ میلیون متر مکعب بهېدونکو اوبو د راګرځولو او ذخیره کولو په موخه جوړېږي، چې له امله به یې په کرخ، پشتون زرغون او انجیل ولسوالیو کې ۱۳۰۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي. د دې ترڅنګ دوه میګاواټه برښنا هم تولیدوي، چې د هرات ولایت یو شمېر سیمو ته به برښنا هم ورکړي.
پر دې سربېره په هېواد کې د ماهیپر، سروبي، درونټې، جبل السراج، سلطان او داسې نور بندونه شته دي، چې د ټولو یادونه په دې مقاله کې ناشونې ده. په دغو بندونو کې له ځینو څخه یوازې د زراعت په برخه کې کار اخیستل کېږي، خو له یو شمېر نورو څخه بیا د برښنا په برخه کې هم ګټه اخیستل کېږي. په دې لیکنه کې راځو تر ډېره د وردګو د چک بند په اړه بحث کوو، ځکه د موضوع اصلي محور جوړوي. همداراز هڅه مو دا ده چې د دغه بند د برښنا او زراعت په برخو کې د ظرفیت، ګټو، اوسنیو ستونزو او د هغوی پر حللارو خبرې اترې وکړو.
د چک برښنا بند
د وردګو د چک برښنا بند د افغانستان یو تر ټولو لومړنی او تاریخي بند شمېرل کیږي. دغه بند د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې موقعیت لري. د دغه بند لومړنۍ او مقدماتي سروې په ۱۳۱۵هـ.ش کال کې ترسره شوې. دا مهال محمد ظاهر شاه د هېواد پاچاه و، خو د حکومت چارې د هغه مشر کاکا محمد هاشم خان پر غاړه اخیستې وې.
د چک بند د پروژې تړون په ۱۳۱۶هـ.ش کال د جرمني د زیمنیس کمپنۍ او محمد هاشم خان ترمنځ لاسلیک شو. د همدې کال په اوږدو کې سیمې ته د جرمني هېواد کارکوونکي راغلل او د هستوګن ځایونو په جوړولو یې پیل وکړ. دوی خپل ځایونه د وږي تر میاشتې پورې بشپړ کړل او د تلې په میاشت کې یې د بند او کانال د ایستلو چارې پیل کړې. دغه چارې چې د ډېرو ساده وسایلو په واسطه پرمخ بیول کېدلې، تر ۱۳۱۸هـ.ش کال پورې یې دوام وکړ. مګر کله چې په دویمه نړیواله جګړه کې د جرمني او افغانستان اړیکې د ځنیو سیاسي لاملونو پر اساس خړې شوې، نو دغه هېواد خپل ټول ډيپلوماتان او کارکوونکي له افغانستان څخه وایستل. په همدې توګه د دغې پروژې چارې هم په نیمایې کې پاتې شوې.
تر هغه یو کال وروسته په ۱۳۱۹هـ.ش کال کې د دغه بند چارې یو ځل بیا د یوې هندۍ کمپنۍ له لوري پیل شوې. تر دوو کلونو تېرېدو وروسته په ۱۳۲۱هـ.ش کال کې د دغه بند کارونه بشپړ شول او له دې سره سم یې کابل ښار ته د برښنا د مزو غځول پیل کړل. په ۱۳۲۴هـ.ش کال د مزو غځول هم پای ته ورسېدل او کابل ښار یې په خپله برښنا روښانه کړ. د چک بند کاسه ۲۰۰۰ متره اوږدوالی، په منځني ډول ۳۰۰ متره سور او له ۱۲ څخه تر ۱۶ مترو پورې لوړوالی لري. د برښنا فابریکه یې له بند څخه د ۳.۹ کیلو متره اوږد کانال په واسطه لرې پرته ده، چې درې توربینونه لري. په دغو توربینونو کې هر یوه یې د ۱.۱ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت درلود، چې په مجموعي توګه ۳.۳ میګاواټه برښنا یې تولیدوله. د چک ولسوالۍ پر مرکزي سیمو سربېره یې د کابل ولایت جنوب لوېدیځي برخې او د شاهي ارګ ودانۍ هم روښانوله.۳
د چک بند اوسنی وضعیت
د چک بند برښنا له جوړېدو وروسته تقریبا ۱۹ کاله په نورمال ډول یادو شوو سیمو ته برښنا ورکړه. وروسته بیا په ۱۳۴۳هـ.ش کال کې یې یو توربین خراب شو، چې په سبب یې د کابل د روښانه کولو توان له لاسه ورکړ. تر هغه وروسته بیا کورنۍ جګړې د دې لامل شوې، چې د دغې برښنا ډېری مزي ورک او د خلکو لخوا لوټ شي. په دې توګه یې د برښنا ظرفیت یوازې د چک ولسوالۍ تر یو شمېر سیمو پورې محدود شو. اوسمهال یې یوازې یو توربین فعال پاتې دی او نور ډېری برخې یې ویجاړې شوې دي. همدارنګه د برښنا ظرفیت یې هم اوسمهال تر یوه میګاواټه پورې راښکته شوی دی.
په تېرو دوو لسیزو کې د کابل ادارې لخواد نه پاملرنې له امله یې بیارغونې ته په رښتینې توګه پام ونه شو. همدا لامل و، چې اوس یې د اوبو کاسه او کانال له خاورو او خټو ډک شوي دي. نو ځکه په کافي اندازه اوبه نه شي ذخیره کولی. اوسنیو وچکالیو ته په پام د بند دغه حالت د خلکو پر کښتونو او زراعتي ځمکو منفي اغېز کړی دی. په څاګانو کې اوبه کمې شوې، چینې او کارېزونهحتا له وچېدلو سره مخ دي. دا په دې سیمه کې یوازینی بند دی او که چېرې یې د اوبو کاسه له خټو او خاورو خالي نه شي، نو په سبب به یې خلک پر اوسنۍ وچکالۍ سربېره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
د چک بند ګټې
لکه څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه، د چک بند په دې سیمه کې یوازینی بند دی، چې اوسمهال د بند ذخیره/کاسه له رسوباتو ډګه شوې ده. له یوې خوا په عمومي توګه د اوبو کچه ټیټه شوې او له بلې خوا دغه بند په اوسني حالت کې د اړتیا وړ اوبه نشي ذخیره کولی. په اوسمهال کې دا یو غوره فرصت دی، چې پر دغه بند کار وشي او له کاسې څخه یې رسوبات وایستل شي. په دې توګه به دغه بند تقریباً ۸۰٪ خپل مؤثریت یو ځل بیا ترلاسه کړي. د وچکالۍ پرمهال به د اوبو د ذخیره کولو توان پیدا کړي او ترڅنګ به یې د زیات وخت لپاره برښنا هم تولید کړلی شي. د ځینو څېړنو پر اساس د چک بند له جوړېدو سره سم ۴۰۰۰ کورنیو ته برښنا ورکولی شي.
پر دې سربېره دا بند کولی شي، چې د کافي اندازه اوبو په ذخیره کولو سره په سیمه کې د لمدبل او رطوبت کچه لوړه کړي. په پایله کې به یې یو ځل بیا هغه چینې کاریزونه فعال شي، چې له دغه بند څخه په ښکته سیمو کې پراته دي. یعنې په ټوله کې د سیمې په زرغونتیا او زراعتي کېدو کې رغنده رول لري. د دې تر څنګ زیات شمېر خلکو ته پکې د کار زمینه برابرېږي، ترڅو خپلې کروندې او ځمکې په پراخه اندازه جوړې او زرغونې کړي. همدارنګه د چک بند جوړول د خلکو پر اقتصادي او فرهنګي اړخونو هم مثبت اغېز کوي، ځکه دا یوه تاریخي سیمه ده. که چېرې په ښه ډول شنه او زرغونه شي، نو د کابل په ګډون له نورو ولایتونو او ولسوالیو څخه زیات شمېر خلک ورته د سیل او سیاحت په موخه راځي. د سیلانیانو په دوامداره راتګ سره د سیمي خلک هڅول کېږي، چې د دوی لپاره د خوړو او اوسېدو مناسب دوکانونه او هوټلونه جوړ کړي، چې په دې سره یې کاروبار او اقتصاد لا نور هم غوړېږي.
پایله
اوس مهال په ډېری هېوادونو کې د بندونو جوړول تقریباً پای ته رسېدلي او د راتلونکي لپاره کم شمېر بندونه پلان شوي دي. د راپورونو له مخې د نړۍ تقریباً پر ۶۰ سلنه سیندونو بندونه جوړ شوي، چې له ۳۰ څخه تر۴۰ سلنې پورې هغو سیمو ته اوبه برابروي، چې اوبه کېږي. همدارنګه د نړۍ ۲۰ سلنه برښنا بیا له بندونو څخه تولیدیږي. افغانستان هغه هېواد دی، چې د بندونو د جوړولو لپاره ډېرې سیمې او امکانات لري، خو په دې برخه کې کم کار شوی دی. پر همدې اساس د نورو هېوادونو په پرتله د افغانستان دې برخې ته پام کول ډېر اړین دي.
له بلې خوا د اقلیمي بدلون له کبله داسې وړاندوینې کېږي، چې د وچکالۍ او سېلابونو پېښې به لا ډېرې شي او د هغوی د کابو کولو لپاره تر ټولو ګټوره لاره د بندونو جوړول دي. په دې توګه له یوې خوا خلک د وچکالۍ پر مهال د کمو اوبو له ګواښ څخه ژغوري او له بلې خوا د سېلابونو د راتګ په موسم کې د هغوی د زیانونو مخه ډپ کوي.۲دې برخې ته په پام سره د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د ۲۰۲۲م کال د مې ۱۶مه «د افغانستان برښنا شرکت» ته دنده وسپارله، ترڅو د وردګو ولایت «د چک برښنا بند» د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره کړي. او راپور یې د یاد کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. اقتصادي کمېسیون هڅه کوي، چې دغه برښنا بند ورغوي او په نېږدي راتلونکي کې یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.۴
ماخذونه:
۱. د اوبو او انرژۍ وزارت سایټ/ کمال خان بند (مقالو ټولګه)
۲. بي بي سي پښتو سایټ: https://bbc.in/3Bg1105
۳. د افغانستان برښنا شرکت
۴. د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت سایټ: https://dpmea.gov.af/ps
نوټ: د مقالې مسؤولیت د ليکوال پر غاړه دی. د مقالې څخه ګټه اخیستنه د سرچینې په ذکر کولو سره جواز لري.