مس عینک کان؛ ارزښت، کاري پرمختګ او پر وړاندې یې شته خنډونه 

لیکوال: عزت الله بدلون

مقدمه

کانونه تر ځمکې لاندې خورا زیات ارزښت لرونکې طبیعي سرچینې دي او له نېکه مرغه افغانستان د بېلابېلو کانونو په لرلو له دغه اړخه د نړۍ له بډایه هېوادونو ګڼل کېږي. د افغانستان پراخ کانونه د دغه هېواد د روښانه راتلونکي لپاره یوه لویه او واقعي هیله ده. د خوشالۍ خبره دا ده چې د اسلامي امارت له راتګ سره دې برخې ته په ځانګړي ډول ډېر پام شوی او اوسمهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۱۸۶ کانونو پر را ایستلو کار روان دی. دا کانونه د مسلکي کسانو له لوري را ایستل کېږي او تر پخوا یې پروسه ډېره شفافه شوې چې له دغه شفافیت سره د دولت عایدات هم لوړ شوي. اوس چې له دغه درکه څومره عایدات ترلاسه کېږي؛ له پخوا سره هېڅ د پرتلې وړ نه دي. د افغانستان طبيعي سرچینو ارزښت څه باندې درې ټرېليونه ډالر اټکل شوی. دا چې د افغانستان طبيعي منابع له اټکلي حالته بهر او پر تثبيت شوو زېرمو ډلبندي شوي، په دې برخه کې ځيني څېړنې  شوي دي. دغه څېړنې ښيي چې افغانستان د فلزاتو، صنعتي منرالونو او ودانيزو توکو پراخې سرچینې لري، د اوسپنې، مسو، المونيم، قلعي، سُرب او جستو، سرو زرو، سپينو زرو، موليبدنوم، سلفر، شوکاڼي، ګچ ډبرو، کرومايټ او داسې نور کانونه پکې شامل دي. د الله سبحانه و تعالی له دغه لوی نعمت څخه په ګټې اخیستو او په منظمه توګه د دغو سرچینو په را ایستلو به مو هېواد پر خپلو پښو ودرېږي، پر ځان به بسیا شو، د خلکو ژوند به بدل شي او د بهرنیانو مرستو ته به هېڅ اړتیا ونه لرو. د دغو نعمتونو له ډلې چې خدای پر موږ پېرزو کړي؛ یو یې د مس عینک کان دی. مس عینک د نړۍ په کچه د مسو دوهم لوی کان چې د کابل ولایت په ۳۰ کیلومترۍ کې سوېل ختیځ لور ته پروت دی. دا کان له لوی اقتصادي ارزښت سره سره؛ تاریخي ارزښت هم لري. له دغه کان څخه له اسلام مخکې دوره کې هم ګټه اخیستل کېده او نښې ښيي چې دلته د بودایانو یو ښار و. له هغې دورې پاتې تاریخي اثار اوس هم شته چې په منظم ډول را ایستل کېږي او کابل موزیم ته لېږدول کېږي. د دغو تاریخي اثارو شمېر زرګونو قلمونو ته رسېږي. له اوږده ځنډ وروسته د دغه کان د را ایستلو چارې بیا پیلېږي چې دا د هېواد د اقتصادي پرمختګ په لار کې یو لوی او مهم ګام دی. «د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ؛ مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، ښارجوړونې وزارت او د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده سپارلې چې د مس عینک کان د استخراج په اړه له MCC چینايي کمپنۍ سره د شوي قرارداد تخنیکي اړخونه په پوره جزئیاتو سره تحلیل او دغه کمېسیون ته دې خپل راپور وړاندې کړي.» د دغه قرارداد له ارزولو وروسته به کانونو او پټرولیم وزارت له MCC سره قرارداد لاسلیکوي او د مس عینک د را ایستلو چارې به عملاً پیلېږي.

مس عینک کان

مس عینک کان د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په عینک سیمه کې دی. دا د افغانستان په کچه د مسو تر ټولو لوی او د نړۍ په کچه دویم لوی کان دی. له دغه کان څخه ان تر اسلام مخکې دورو کې هم ګټه اخیستل شوې. مس عینک کان په ۱۹۷۳ز کال کې د روسي څېړونکو لخوا بیا کشف شو او په ۱۹۷۴ز کې یې اکتشافي فعالیتونه پیل شول. د جیولوجۍ له نظره دا کان رسوبي-ولکانیکي دی. مس عینک په لوګر ولایت کې په دریو برخو؛ مرکزي، لوېدیځه او سوېلي کې تشکیل شوی. په دغه کان کې ۱۱،۳ میلیونه مټریک ټنه مس تثبیت شوي او اټکل کېږي چې په دې سیمه کې د مسو ټوله زېرمه به ۱۷ میلیونه مټریک ټنه وي. په دې کان کې د مسو تر څنګ ۷۷۰۰ مټریک ټنه سپین زر (Ag)، ۶۰۰ زره مټریک ټنه کوبالټ (co) او یوه محدوده کچه سره زر هم شته. د مس عینک کان د کیندنې پر مهال یوه لویه اندازه تاریخي اثار کشف شول چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي؛ د دغو اثارو کشف له دغه کان څخه د مسو د استخراج پروسه هم ودروله. په دې سیمه کې موندل شوي تاریخي اثار ډېر تاریخي ارزښت لري او په همغه سبب لومړۍ هڅه دا ده چې دا اثار په مناسب ډول را وایستل شي او ساتنه یې وشي؛ له دې سیمې څخه را ایستل کېدونکي تاریخي اثار د ساتنې او ښودنې لپاره ملي موزیم ته راوړل کېږي. په دې وروستیو کې د افغانستان او چین هېواد د لرغون پېژندونکو ګډ ټیم په عینک سیمه کې د موندل شوو تاریخي اثارو د ساتنې په موخه ګډه څېړنه بشپړه کړه.

په مس عینک کان کې پانګونه

په مس عینک کان کې د پانګونې او د دغه کان د را ایستلو قرارداد د ۲۰۰۸ز کال د اپرېل په ۲۵مه له MCC چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شو. دا قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره و. که څه هم د قرارداد د لاسلیک ډېر وخت کېږي، خو په هېواد کې د يوه با ثباته او خپلواک حکومت د نشتوالي، په نړيواله کچه د سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د ناسمو سياليو، اداري فساد او سياسي مسایلو له امله يې عملي چارې تر دې دمه نه دي پيل شوي. خو دا چې اوسمهال له هېواد څخه د اشغال ټغر ټول شوی او د افغانستان په بيا واکمنيدو او د سولې ټينګښت سره، د يو هوسا او له اقتصادي اړخه پر ځان بسيا افغانستان لپاره هر اړخيزې هڅې پيل شوې، نو د کانونو او پټروليم وزارت هم د هېواد له طبيعي زيرمو څخه د اغېزناکې او مثمرې استفادې په برخه کې د نوو اقداماتو په لړ کې له یادې کمپنۍ سره د شوي قرارداد په اړه بحثونه روان کړي چې پایلې ته له رسېدو سره سم به د مس عینک کان د را ایستلو چارې عملاً پیل شي. له MCCچيناني کمپنۍ سره د ۲۰۰۸ ز کال تړون له مخې به دغه کمپنۍ په لومړي پړاو کې پر دغه کان ۲.۸۹۹ ميليارد ډالر پانګونه کوي چې وروسته به د دغې پانګونې کچه پنځه ميليارده ډالرو ته ورسېږي چې له مخې به يې افغانستان ته۸۰۰ ميليونه امريکايي ډالر د تضمين او د کال۴۰۰ ميليونه ډالر د ماليې په توګه ورکول کېږي.

پر دې سربېره، دغې کمپنۍ هوکړه کړې چې د دغه کان د استخراج او د مسو د بډاينې په برخه کې به د افغانستان له ډبرو سکرو څخه استفاده کوي او په بدل کې به يې د ۴۰۰ ميګاواټو په وړتيا د برښنا د توليد فابريکه جوړوي. د تړون له مخې له تورخم څخه د عينک له لارې تر تاجکستان پورې د اوسپنې پټلۍ جوړېږي چې د باميانو حاجي ګک اوسپنې کان له لارې به يکاولنګ او له هغه ځایه به د دره صوف له لارې د افغانستان شمال له تاجکستان هېواد سره ونښلوي او هغه سره زر به هم افغان لوري ته سپارل کېږي چې له دغه کان څخه استخراجيږي. د مس عینک د را ایستلو پروژې له پيل سره به پر نورو اقتصادي ګټو سربېره په لومړي پړاو کې ۸۰۰۰ او په دویم پړاو کې ۱۵۰۰۰ کسانو ته په مستقيم او په زرګونو نورو کسانو ته په غيرمستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.

د مس عینک کان په پروژه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري ترسره شوي مهم فعالیتونه

مس عینک د هېواد یوه خورا مهمه اقتصادي پروژه ده چې قرارداد یې د وخت د حکومت د وزیرانو شورا د ۱۳۸۷ لمریز کال د ثور د ۱۶مې د ۷مې شمېره مصوبې د هدایت له مخې لهMCC - Jiangxi Copper  چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شو.

د مس عینک کان اړوند د کانونو او پټرولیم وزارت په فعالیتونو کې دا لاندې د یادولو وړ دي:

-        د مس عینک پروژې د ادارې جوړول؛ دا اداره د دغې پروژې د پلي کولو لپاره د شرایطو د برابرولو په موخه جوړه شوې؛

-        له ماینونو او نورو ناچاودو توکو څخه د ۲۶،۶ میلیون متر مربع ځمکې پاکول او همداراز د مس عینک کان شاوخوا د ۲۹۱۶۷،۹۷ متر مربع نورې شکمنې ځمکې تصفیه؛

-        له سیمې څخه د بېځایه شوو خلکو لپاره د یوه ښارګوټي جوړول. په دغه ښارګوټي کې د استوګنې ۵۱۲ نمرې او ورسره ښوونځي، جومات، کانالونه، پلونه او ... نور هم جوړ شوي؛

-        په سیمه کې د شته امنیتي پوستو تر منځ د ۵۰ کیلو متره نښلوونکي سړک جوړول؛

-        په سیمه کې د شته ۷ کلیو د خلکو لپاره – چې په دغه کان کې له فعالیت څخه اغېزمنېږي- د جایدادونو استملاک، د هغو د تصفیې چارې او کادستري سروې؛

-        د تاریخي اثارو موندل او په منظم ډول را ایستل. په دې برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ګډ کار شوی؛ له بهر څخه وسایل او کارپوهان راغوښتل شوي او دغه راز په سیمه کې یو موقت موزیم جوړ شوی؛

-        د هېواد په شمال کې د فاسفېټ لرونکو سیمو سروې او څېړنه؛ د FSDI   او MCC-MJAM کمپنیو له کارپوهانو سره د حیرتان بندر له لارې د رېل پټلۍ (له شمال څخه ختیځ ته) د مسیر سروې او په دې موخه د پروګرامونو تنظیم؛

-        د اړتیا وړ چاپېریالي سټنډرډونو په برخه کې د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) او چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) سره همکاري؛

-        د MCC – MJAM او ENFI – FSDI کمپنیو کارکوونکو او کارپوهانو ته د وېزې او کار جواز په ترلاسه کولو کې همکاري؛

-        د پروژې اړوند وسایطو او تجهیزاتو په انتقال او د هغو د ګمرکي معافیت په برخه کې همکاري؛

-        د نړیوال بانک په مرسته د سیمې د هغو خلکو لپاره د ملکیت تثبیت او سروې چې د دغې پروژې له پلي کولو اغېزمنېږي؛

-        د پروژې پر کار د څار لپاره د GAF کمپنۍ له فني او مسلکي سلاکارانو سره همکاري؛

-        د IRC نا دولتي کمپنۍ په همکارۍ خلکو ته د مس عینک پروژې د ګټو او زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکول؛

-        په سیمه کې د مخابراتي کمپنیو د فعالیت لپاره د خصوصي کمپنیو هڅول؛

په مس عینک پروژه کې د MCC – MJAM کمپنۍ فعالیتونه

MCC – MJAM د خپل پلان له مخې د سروې، نورو موندنو، د نمونو د تحلیل او تجزیې او چین ته تر 3730 زیاتو نمونو د لېږد چارې ترسره کړې. په دغه پروژه کې تر دې دمه د MCC کمپنۍ لخوا ترسره شوو فعالیتونو له ډلې، دغو ته اشاره کولی شو:

-        د ډبرو سکرو د کانونو تخنیکي-اقتصادي څېړنه او د پروژې د اړتیا وړ برښنا د تامین لپاره د بامیانو ولایت په کهمرد ولسوالۍ د اشپشتې، کلیچ او دوآب کانونو کې د ۳۲ میلیونه ټنه ډبرو سکرو تثبیت. د دې موخه د برښنا د تولید فابریکې جوړول وو چې ۴۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي؛

-        په مس عینک پروژه کې د اړتیا وړ اوبو د تامین لپاره د ۲۴ څاګانو کېندل او پاک کاري؛

-        د کان د نوي سړک ډيزاین چې ۱۵ کیلو متره اوږد دی؛

-        په عینک سیمه کې د اوبو د یوې ذخیرې طرح او ډيزاین چې په ژمي کې د لوګر سیند اوبه ذخیره کړي او د کان کار د اوبو له کمښت سره مخ نه شي؛

-        د نورو کمپنیو په مرسته د چاپېریالي او ټولنیزو مسایلو څېړنه؛

-        د خالصو مسو د تولید لپاره د سلفوریک اسید (ګوګړو تېزابو) د خنثی کولو په موخه په پروان، کندوز او بغلان کې د فاسفېټ لرونکو سیمو سروې او څېړنه؛ خو پایلې یې مثبتې نه وې؛

-        په کابل کې د کمپنۍ مرکزي دفتر او په سیمه کې د چینایي او افغاني کارپوهانو لپاره موقتي کمپ جوړول؛

-        په مس عینک سیمه او همداراز د بامیانو ولایت د کهمرد ولسوالۍ په آشپشته او کلیچ د ډبرو سکرو کانونو کې د موقتي هنګرونو او ورکشاپ جوړول؛

-        د مس عینک پروژې د تخنیکي-اقتصادي څېړنو د مسودې وړاندې کول؛

-        له حیرتانو څخه د هېواد تر ختیځ پورې د رېل پټلۍ جوړولو د تخنیکي-اقتصادي څېړنو د مسودې وړاندې کول؛

د دغې پروژې په لار کې شته خنډونه

-        د تاریخي اثارو لپاره د کېندنو د پروسې اوږدېدل؛

-        د خالصو مسو د تولید لپاره د سلفوریک اسید (ګوګړو تېزابو) د خنثی کولو په موخه په هېواد کې د باکیفیته فاسفېټ منرال نشتون؛

-        د عینک رېل پټلۍ د پروژي نه اقتصادي‌والی؛

-        د قرارداد د بیاکتنې لپاره د چینایي کمپنۍ لخوا د ځينو بدلونونو راوستل.

سپارښتنې

§      حکومت دې هڅه وکړي چې چینایي لوری دې ته قانع کړي چې د مس عینک کان هماغه قرارداد پلی کړي چې ترسره شوی؛

§      هڅه دې وشي چې د پروسس اړوند ټولې چارې په کور د ننه ترسره شي؛

§      نه یوازې د دې، بلکې د ټولو کانونو د را ایستلو پر بهیر باید منظم څار وشي چې د کار له کیفیت څخه ډاډ ترلاسه شي؛

§      د کار پر وړاندې شته خنډونه دې لرې شي او عملاً دې کار پیل شي؛

§      هڅه دې وشي چې بیاځلي د کار پر وړاندې کوم خنډ راولاړ نه شي؛

§      خلکو ته دې د دغې عامه شتمنۍ د ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي؛

§      حکومت دې د خپل سرو کیندنو د مخنیوي لپاره نورې هڅې هم وکړي؛ ځکه کانونه یوازې د یوه هېواد د یوه نسل حق نه دی، بلکې راتلونکي نسلونه هم حق پکې لري؛

§      حکومت دې هڅه وکړي چې د کانونو د را ایستلو د قرارداد اړوند قوانین په نړیوالو معیارونو برابر کړي؛

§      په دې برخه کې دې د مسلکي کسانو د روزنې او د دوی د ظرفیت لوړولو هڅه وشي؛

§      د وطن ځمکه مو د طبعي زېرمو له پلوه بډایه ده؛ نو د نویو کانونو د کشف په برخه کې دې هڅې وشي.

پایله

کانونه تر ځمکې لاندې لوړ ارزښت لرونکې سرچینې دي چې د هېوادونو په اقتصادي وده او ځان بساینه کې اصلي رول لري. د نړۍ ډېر هېوادونه د خدای له دغه نعمته بې برخې دي خو له نېکه مرغه افغانستان د کانونو او طبیعي سرچینو له اړخه د سیمې او نړۍ په کچه ډېر شتمن هېواد دی. افغانستان پرېمانه با ارزښته او نایابه کانونه لري چې تر اوسه په بېلابېلو دلایلو ګټه نه ده ترې اخیستل شوې. اوس چې په هېواد کې سرتاسري امنیت ټينګ دی، د فساد وېره نشته او د پروژو منظم مدیریت کېږي؛ د کانونو قانوني او منظم را ایستلو ته پام اوښتی او اوسمهال په ټول هېواد کې د ۱۸۶ کانونو پر را ایستلو کار روان دی. دا د هېواد روښانه راتلونکي ته یوه لویه او واقعي هیله ده چې په کم وخت به پوره شي. مسو ته په ورځني ژوند کې له پخوا اړتیا وه، خو اوس یې د ټیکنالوژۍ له پرمختګ سره ارزښت نور هم زیات شوی. د عینکو مسو کان په را ایستلو سره به هرکال افغانستان ته له درېیو تر څلورو سوو میلیونو ډالرو ګټه ورسیږي او دا به د افغانستان د اقتصاد په غوړېدو کې مهم رول ولري. له چینايي کمپنۍ ایم سي سي سره په تړون کې د مسو او اوسپنې د ویلې کولو فابرېکې جوړول، تورخم او د افغانستان شمال ته د اورګاډي پټلیو جوړول او د حرارتي برښنا فابریکې د جوړولو تر څنګ ځینې نور مهم ټکي هم شامل دي، چې کولای شي زرګونو افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي. په مس عینک کان کې د پانګونې او د دغه کان د را ایستلو قرارداد د ۲۰۰۸ز کال د اپرېل په ۲۵مه له MCC چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شو. دا قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره و. که څه هم د قرارداد د لاسلیک ډېر وخت کېږي، خو په هېواد کې د يوه با ثباته او خپلواک حکومت د نشتوالي، په نړيواله کچه د سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د ناسمو سياليو، اداري فساد او سياسي مسایلو له امله يې عملي چارې تر دې دمه نه دي پيل شوي. په دې موده کې که څه هم د کان د را ایستلو عملي کار نه دی شوی خو مقدماتي کارونه یې پر مخ تللي او د دې تر څنګ په سیمه کې موندل شوي تاریخي اثار را ایستل کېږي او کابل موزیم ته راوړل کېږي. د اسلامي امارت له راتګ وروسته اوس بیا د دغه کان د را ایستلو لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت له MCC چینایي کمپنۍ سره توافق ته نیږدې شوی او ژر به د دغه کان د را ایستلو عملي چارې پیل شي.

ماخذونه

1.       Aynak Information Package, Afghanistan Geological Survey and the British Geological Survey, 2005.

2.       https://bbc.in/3xyBw7E

3.       "Rescuing Mes Aynak - Photo Gallery". National Geographic.

4.       Dalrymple, William (31 May 2013) Mes Aynak: Afghanistan's Buddhist buried treasure faces destruction guardian.co.uk

5.       https://bit.ly/3DEfd4f

6.       https://da.azadiradio.com/a/31731629.html

7.       https://bit.ly/3eU43Ot

یادونه: د مقالې مسؤولیت د ليکوال پر غاړه دی. د مقالې څخه ګټه اخیستنه د سرچینې په ذکر کولو سره جواز لري.